Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملابرادر: افغانستان کې د اقتصادي همکاریو لپاره ښه فرصت رامنځته شوی

ملابرادر: افغانستان کې د اقتصادي همکاریو لپاره ښه فرصت رامنځته شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/06

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د اقتصادي همکاریو سازمان(ایکو) په ۱۷ مه ناسته کې چې د غړیو هېوادونو ولسمشرانو  او بهرنیو چارو وزیرانو په کې ګډون درلود، د خبرو پرمهال له افغانستان سره پر رسمي اړیکو ټینګولو ټینګار کړی.

ملاعبدالغني برادر اخوند ویلي، اوس افغانستان د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ لپاره په یو ښه فرصت بدل شوی او د ایکو سازمان غړي هېوادونه دې په بېلا بېلو اقتصادي برخو کې افغانستان سره  له  نږدې کار وکړي.

برادر زیاته کړې: « د افغانستان جغرافیايي موقعیت ته په کتو، د سیمه ییز اتصاد پروژې د افغانستان اسلامي امارت په لومړیتوب کې دي. د دغو پروژو عملي کول د سیمې پر کچه د سیاسي سیالۍ په ځای د اقتصادي همکاریو د پيل کېدو ستر عوامل بولي. له همدې امله د اقتصادي همکاریو سازمان هېوادونه اوس کولی شي او غوښتنه ترې کوو چې له یوه باثباته، باوري او همکار افغانستان سره د اقتصادي او سیمه ییزو همکاریو د پياوړتیا لپاره د دوام داره پرمختګ او همغږۍ فضا جوړېدو ترڅنګ، د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، ټرانسپورټ، کرنې، چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدونونو په برخه کې له نږدې کار وکړي.»

د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، افغانستان د خپل جغرافیايي موقیعت له امله هېوادونو ته ځانګړی ارزښت لري او مرکزي او جنوبي اسیا سره وصلوي.

 د دوی په وینا، د ایکو سازمان غړیو هېوادونو لپاره د ټرانزیټ او ټرانسپورټ لنډه لار هم ده.

کارپوهان دغه راز وايي، د نړۍ په اوسنیو شرایطو کې د اقتصادي همکاریو سازمان غړیو هېوادونو لپاره افغانستان هم له اقتصادي او هم له سیاسي پلوه مهم دی او هېوادونو هم دغه مساله درک کړې.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څکمنی وايي: « افغانستان له جغرافیايي او اقتصادي پلوه ډېر مهم دی؛ ځکه چې هم ټرانزیټ ترې کېدای شي او هم په افغانستان کې ډېر زیات کانونه موجود دي او د اتصال رول هم لوبوي. افغانستان جنوبي آسیا او منځنۍ آسیا له اروپا سره نښلوي؛ همدارنګه موږ د ورېښمو لار هم په خپل ملکیت کې لرو چې اوس مهال کار پرې روان دی.»

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي، د اسلامي امارت بهرنی سیاست متوازن او اقتصادي محوره دی او دوی یې پر مټ توانېدلي چې له هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي.

نوموړی له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د اقتصادي همکاریو سازمان له غړیو هېوادونو وغوښتل چې له افغانستان سره سیاسي او اقتصاد تعاملاتو ته را وړاندې شي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دې اړه ویلي: « د افغانستان اسلامي امارت له بېلابېلو سیمه ییزو هېوادونو سره د اړیکو پراخېدو له لارې دا ثابته کړې چې د تعامل لپاره هم اراده لري او هم ظرفیت. موږ د متقابل احترام، عملي همکارۍ او ګډو ګټو پر بنسټ اړیکو ته ژمن یو؛ له همدې امله له نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د ایکو سازمان له غړیو هېوادونوغوښتنه کوو چې له یوه واقع بینانه لیدلوري سره د افغانستان له حکومت سره سیاسي او اقتصادي تعامل زیات کړي.»

د ریاست الو زرا اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې زیاته کړې، اوس مهال په افغانستان کې د پانګونې  لپاره له بل هرخت ښه زمینه برابره ده او د ایکو سازمان غړي هېوادونه کولی شي په افغانستان کې  د برېښنا، کانونو او نورو برخو کې پانګوونه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist