Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جرمني له دې هېواده د مجرمو افغان کډوالو ایستلو په اړه له سرپرست حکومت سره خبرې کوي

جرمني له دې هېواده د مجرمو افغان کډوالو ایستلو په اړه له سرپرست حکومت سره خبرې کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/06

د جرمني کورنیو چارو وزیر ويلي، هېواد یې هڅه کوي د افغانستان سرپرست حکومت سره مخامخ موافقه وکړي، ترڅو هغه افغان کډوال چې پر جرمونو محکوم شوي، بېرته افغانستان ته واستوي.

د جرمني کورنیو چارو وزیر الېکساندر ډوبرېنټ ویلي: « زما نظر دا دی چې موږ باید له افغانستان سره مستقیمه موافقه وکړو، ترڅو بېرته ستنولو ته لاره هواره شي. دا بهیر نه شي کېدای د تل لپاره د درېیمو هېوادونو له لارې دوام ومومي؛ ځکه دوی هڅه کوي چې دا کار مستقیم د افغانستان له سرپرست حکومت سره وکړي.»

سرپرست حکومت د جرمني دغه اقدام ستایي او ډاډ ورکوي چې په کوردننه به د ټولو افغانانو انساني کرامت خوندي وي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولین وایي، غوره ده چې په جرمني کې په جرمونو محکوم شوي افغانان افغانستان ته را انتقال او دوسیې یې دلته په شفاف ډول وڅېړل شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: « موږ د جرمني هېواد دا اقدام مثبت ګام بولو. دا چې یو مهاجر په بل هېواد کې د جرم په تور په بې سرنوشته توګه بندي وي او یا بې سرنوشته راشړل کېږي، تردې دا غوره ده چې د افغانستان له اسلامي امارت سره په تفاهم د دوی دوسیې هېواد ته را انتقال شي او دلته په شفافه بڼه وڅېړل شي. له دې کار سره به نه یوازې د دغو مهاجرینو حقوق تأمین شي بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې به هم مثبت بدلون راشي. موږ ټولو افغانو ته ډاډ ورکوو چې د دوی انساني کرامت په خپل هېواد کې ښه ساتل کېدای شي او د دوی له مهارتونو به هم مثبته ګټه واخیستل شي.»

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې جرمني هڅه کوي د خپلې پالیسۍ مطابق هغه وګړي له ډېپلوماټیکو لارو اخراج کړي چې دې هېواد کې د ناامنۍ سبب شوي، ترڅو په خپله خاوره کې د نورو جرمونو پېښېدو مخه ونیسي.

د کډوالو حقونو مدافع نظیر نظري وايي: « هر هېواد خپله ځانګړې پالیسي لري او د همدې پالیسۍ پر بنسټ پرېکړې کوي. د جرمني د دې کار او له اسلامي امارت سره د مخامخ اړیکې هدف دا دی چې د هغو ستونزو مخه ونیسي چې په دې هېواد کې له امنیتي پلوه پېښې شوې دي او هغه کسان چې دوی ته خطر لري او ستونزې زیږوي، د خبرو او ډېپلوماټیکو اړیکو له لارې بېرته افغانستان ته ستانه کړي، ترڅو د لا ډېرو جرمونو مخه ونیسي.»

د کډوالو حقونو مدافع ابولحسن صالحي وايي: « جرمني د دې مخامخ خبرو ترسره کولو له لارې غواړي هغه افغان کډوال چې په جرمني کې یې جرمونه کړي، په اصلي هېواد یا افغانستان کې یې برخلیک روښانه کړي؛ ځکه چې دا کار د درېیمو هېوادونو له لارې ډېر وخت ته اړتیا لري، خو جرمني غواړي دا کار ژر تر ژره وشي او مجرم کډوال افغانستان ته واستوي.»

دا ګامونه د جرمني محافظه‌کارو سیاستوالو له خوا د کډوالۍ د سخت سیاستونو یوه برخه بلل کېږي او داسې ښکاري چې په دې هېواد کې به د افغان او سوریایي کډوالو لپاره شرایط ورځ تر بلې سخت شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist