د ايکو سازمان سرمشريزه د جمعې په ورځ د اذربايجان په کوربهتوب د دې هېواد په پلازمېنه باکو کې پیل شوه.
د رياستوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند دې سرمشريزه کې د سرپرست حکومت د اقتصاد محوره سياست اهداف روښانه کړې او د ايکو سازمان له غړيو هېوادونو يې غوښتي، چې د يادو اهدافو په پام کې نيولو سره د افغانستان سياسي حقيقت درک کړي.
برادر د روسيې له لوري د سرپرست حکومت رسميت پېژندنې ته په اشارې زياته کړې، چې روسيې ياد حقيقت په درک کولو سره د رسميت پېژندنې پرېکړه کړې او تمه يې ښودلې، چې د ايکو سازمان غړي هېوادونه به هم له افغانستان سره د تعامل زياتولو لپاره د روسيې پر پله پل کېږدي.
هغه زیاته کړې:« د افغانستان اسلامي امارت د متوازن او اقتصاد محوره سیاست د دوام په پایله کې د روسيې فدراسیون لخوا پر رسمیت وپېژندل شو. موږ د دغه ګام تود هر کلی کوو، له همديې امله له ایکو سازمان سره د افغانستان د ژورو او اوږدمهاله همکاریو په رڼا کې د یاد سازمان له ټولو غړو هېوادونو هیله لرو چې د افغانستان مشروع سیاسي واقیعت درک کړي او د روسيې فدراسیون په څېر د رسمیت پېژندنې پر لور عملي او مثبت ګامونه واخلي.»
برادر د ايکو سازمان د سرمشريزې له پيل دوه ورځې وړاندې باکو ته رسېدلی او هلته يې په دې موده کې د اوزبېکستان له ولسمشر شوکت ميرضيايف سره پر شريکو مسايلو خبرې کړې.
د رياستالوزرا اقتصادي مرستیالۍ ويلي، ملا بردر له ميرضيايف د افغانستان رسمي سفير د منلو غوښتنه کړې او د دې ترڅنګ پر دې هم ټينګار کړی چې د تېلو او ګازو استخراج، د اوسپنېپټلۍ پراختیا، د لمریزې او بادي انرژۍ تولید او د کرنې میکانيزه کولو په برخه کې خپلې تجربې له افغانستان سره شريکې کړي.
اقتصادي مرستیالۍ زیاته کړې:« دا مهال د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له یو مېلیارد ډالرو اوښتې ده چې د پخوا پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی ښيي. موږ هیله لرو چې دا کچه په راتلونکي کې ۲ مېلیارده ډالرو ته ورسېږي او د دې ترڅنګ د اوزبېکستان له لارې منځنۍ اسیا او روسیې ته د افغاني توکو د صادراتو لپاره اسانتیاوې رامنځته شي، چې دواړه ګاونډي هېوادونه د اقتصادي ثبات، زېربنايي پراختیا او ښېرازۍ لپاره د کانونو، ټرانسپورټ، ټرانزیټ، خدمتونو، سیمهییزې زېربنا او بنسټیزو پروژو د پیل او مدیریت په برخه کې یوځای کار وکړي.»
برادر له اوزبېکستان سربېره د ترکمنستان له چارواکو سره هم لیدلي او له هغوی سره يې د نورو پروژو ترڅنګ د ټاپي پروژې پر کارونو هم بحث کړي.
ملا برادر ترکمنستان د لومړي وزير مرستيال ته د افغانستان خاوره کې د يادې پروژي د امنیت خونديتوب او نورو اسانتیاو په تړاو ډاډ ورکړی او زیاته کړې يې ده، چې یاد پروژه به له ځنډ او خنډ پرته په افغانستان کې مخته لاړه شي.
اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې یوه برخه:« د کابل او عشقاباد ترمنځ له ګډو اقتصادي مشترکاتو یوه مهمه پروژه ټاپي ده، چې د دواړو هېوادونو او همداراز سیمې ترمنځ یې د لا ډېرې همکارۍ د پراختیا زمینه برابره کړې. د اسلامي امارت له لوري د ټاپې پروژې لار نقشه هم وروستۍ شوې او پوره هڅه کوي چې په افغانستان کې يې چارې له کوم ځنډ او خنډ پرته پرمخ ولاړې شي.»
د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ په خبره، ترکمنستاني چارواکو له سرپرست حکومت غوښتي چې د ټاپې پروژې د مسیر تفصیلي نقشه له ترکمنستان سره شریکه کړي، څو پاتې تخنیکي او تطبیقي چارې یې بشپړې شي.