په هرات ولایت کې ځایي مسوولین وایي، په ورځني ډول له ایرانه راستنېدونکو کډوالو ته په اسلام کلا بندر کې له ۳۰ تر ۴۰ میلیونو افغانۍ ویشي.
دوی وایي، په ورځني ډول څه باندې ۳۰ زره افغانان د دغه بندر له لارې هېواد ته راستنېږي، چې ورته د نقدي مرستو ترڅنګ د ګرمو خوړو او اصلي سیمو ته یې د لیږد لپاره هم په وړیا ډول د ټرانسپورټ اسانتیا برابرې شوې.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون غړی ګلبدین توحید یار وايي:« مالي کمیټې کې په ورځني ډول چې ۳۰ زره تر ۳۵ زره کسان راستنیږي، هر نفر ته ۲ زره افغانۍ ورکول کیږي چې روزانه له ۳۰ تر ۴۰ میلیونو افغانۍ د اسلامي امارت له بودجې ورته وېشل کیږي.»
بل خوا له ایرانه راستانه شوې کسان د دوی وضعیت ته د رسېدنې برخه کې د سرپرست حکومت او خصوصي ستکور هڅې ستایي او ټینګار کوي چې له کډوالو سره دې مرستې لا زیاتي او اصلي سیمو ته دې د دوی د لېږد لپاره ټرانسپورټي خدمات چټک شي.
له ایرانه راستون شوی محمد قاسم وايي:« زه له ۱۲ کلونو وروسته افغانستان ته راغلی یم. دومره خلک او ټولی چې موږ دلته وینو او ورته خدمات وړاندې کیږي اړتیاوې یې پوره کیږي له درملو، خوړو او اوبو نیولې هرڅه برابر دي موږ ډېر ترې خوښ یو.»
له ایرانه یو بل راستون شوی حبیب الله وايي:« زموږ غوښتنه داده چې خدمات دې لا زیات شي. د دې کسانو منځ ماشومان او مېرمنې شته دي، که ورته رسېدنه ونه شي، بشري فاجعه به رامنځته شي.»
له ایرانه راستون شوی تیمور شاه بیا په دې اړه وايي:« غوښتنه مې داده چې سوداګر دي هم مرسته وکړي، د موټر او اولیه خدمتونو برخه کې دې مرسته وکړي، ترڅو موږ ژر خپلو سیمو ته ورسیږو.»
دا په داسي حال کې ده چې د هرات له اسلام کلا بندر سربېره د نیمروز ورېښمو پله له لارې هم په ورځني ډول نږدې ۱۰ زره کسان له ایرانه هېواد ته راستنېږي.