د چارو څارونکي باور لري چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموريت(یوناما) هڅه کوي د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ سیاسي تعامل ته لاره هواره کړي.
دوی د قطر په پلازمینه دوحه کې د یوناما په نوښت د سیاسي تعامل تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ ناسته یوه له دغو هڅو بولي.
یوناما هم دا ناسته له سرپرست حکومت سره د سیاسي تعامل د یوې منظمې همغږۍ څلورم بهیر بللی.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « د سیاسي تعامل موضوع هم ډېره مطرح ده، ځکه چې دلته کمپلېکسي هیئت لاړ دی. نو وبه لیدل شي چې په دې زموږ هیئت څومره رول لوبولی شي او بله خوا د ملګرو ملتونو موسسې په وساطت غربیان څومره انعطاف ښودلی شي. که نقطې سره برابرې او د منلو وړ وي، هیله دا ده چې موږ هم له دې فرصت نه ګټه واخلو.»
د ملګرو ملتونو په نوښت د سرپرست حکومت، هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په حضور کې له نشه يي توکو سره د مبارزې، له خصوصي سکټوره د ملاتړ لپاره د کاري ډلو دوه ورځنۍ غونډه، د سې شنبې په ورځ په دوحه کې پای ته ورسېده.
د راپورونو له مخې، په دې ناسته کې ټولو ګډونوالو د افغانستان خصوصي سکټور پیاوړتیا، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پر ارزونې او د فرصتونو په رامنځته کولو بحثونه کړي.
د یوناما له خوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د دوحې ناسته له اسلامي امارت سره د یوه منظم، همغږي او جوړښت مند تعامل یوه برخه ده چې د افغان ولس د ګټې لپاره کار کوي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « په دې هکله د نړیوالو له اسلامي امارت سره یا د اسلامي امارت له نړیوالو سره ټول خلک شکمن دي. داسې فکر کېږي هم نړیوال نه غواړي او بعضې پلمې کوي او هم اسلامي امارت ځینې شرایط لکه د نجونو ښوونځي نه مني. نو دا یوه ګونګه مساله ده چې خلکو ته یې شکونه پيدا کړي دي.»
ځینې نور بیا د یوناما په نوښت د دوحې څلورم بهیر ناستې ته په اشارې له سرپرست حکومته غواړي چې له دا ډول فرصتونو سیاسي ګټه پورته کړي.
د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما دغه پیغام سیاسي موج سواري ده. په تېرو څلورو کالو کې اقتصاد محوره حکومت، د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه نه کول او امنیت د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا نړۍ ته د پیغام په توګه استولی؛ آیا کوم هېواد دا موضوع ومنله؟»
په ورته مهال، د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دوحې څلورم پړاو بهیر کې د اوو وزارتونو چارواکو ګډون کړی و او د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له استازو سره یې د نشه یي توکو د کرکیلې په مخنیوي او پر بانکي همکاریو خبرې کړې دي.