د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان(اېف .اې.او) راپور ورکړی چې د بارانونو کمښت او وچکالۍ د محصولاتو له کمښت سربېره، په څارویو زیات فشار راوړی او له تلفاتو سربېره یې، دغه چاره د کار او خوړو د تامین په برخه کې اندېښمنوونکې بللې.
یاد سازمان له دې وړاندې راپور ورکړی وو چې د افغانستان په شمال، شمال لوېدیځ، شمال ختیځ او حتا په لوېدیځو او سوېل لوېدیځو ولایتونو کې د مني او ژمي بارانونه له اوسط حالت څخه ۴۰ تر ۵۰ سلنو پورې کم شوي.
یاد سازمان تازه پر خپله اېکس پاڼه د دې وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې او د مرستې رسونې لپاره یې په دې برخه کې ډاډ ورکړی.
دغه سازمان زیاته کړې: « په شمالي، شمال لوېدیځو او شمال ختیځو سیمو کې وچکالي جریان لري او ټول هېواد ته د پراختیا په حال کې ده. للمې فصلونه له منځه تللي او د څارویو تلفات د لوړېدو په حال کې دي. زیانمنې شوې کورنۍ په بېړه نغدو پیسو او د خپلو څارویو خونديتوب ته اړتیا لري.»
همهاله د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وچکالي جدي ستونزه بولي، خو د چیکډیمونو جوړولو، بزګرو ته د مرستو له کڅوړو او داسې تخمونو د وېشلو خبر ورکوي چې کمو اوبو ته اړتیا لري.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند غلام محمد شهامت وايي: « روان کال هم د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خپلو تېرو پروګرامونو په دوام هڅه کوي د چیکډیمونو جوړولو، مال لرونکو او کروندګرو ته د مرستندویه کڅوړو وېشلو، د اوبو مدیریت او د داسې لارو چارو او تخمونو د تېرو لپاره کار وکړي چې لږ اوبو ته اړتیا لري. له دې طبیعي آفت سره مبارزه په یوازې سر ناشونې ده؛ له همدې امله موږ له ټولو هېوادونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوو چې د دې طبیعي ناورین په مهارولو کې له موږ سره همکاري وکړي.»
د اوبو د مدیریت برخې یوشمېر کارپوهان ټینګار کوي چې افغانستان باید د اوبو په هغو زېربناوو او د اوبو په بندونو کار وکړي چې د وچکالۍ او د خلکو د زیانمنېدو مخه نیولی شي.
د اوبو د مدیریت برخې کارپوه نجیبالله سدید وايي: « وچکالۍ په افغانستان کې د خوراکي امنیت کچه راټیټوي او له همدې امله د خوراکي امنیت تأمین د قزاقستان په څېر ګاونډیو هېوادونو څخه د غلاتو واردول دي او دغه راز په هېواد کې د وښو او څارویو لپاره د خوراکي موادو تولید هغه حل لارې دي چې په لنډمهال کې کولی شي وضعیت کنټرول کړي، خو په اوږدمهال کې دا روښانه ده چې افغانستان باید پر خپلو آبي زېربناوو کار وکړي، د اوبو بندونه جوړ کړي، د اوبخور سیسټم عصري کړي؛ ترڅو وکولی شي د پرله پسې وچکالیو په اوږدو کې هم کرنیز تولیدات ولري او هم یې خلک زیات زیانمن نه شي.»
افغانستان په وروستیو کې له وچکالۍ سره مخ هېواد دی او دغې چارې په خوراکي امنیت، کرنه او څارویو ژورې اغېزې درولودې.
د بارانونو کمښت، د اوبو د منابعو زیانمنېدل او اقلیمي بدلونونه د دې بحرانونو اصلي لاملونه بلل کېږي.