Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
زاهد: هڅه کوو افغانستان له وارداتي پر صادارتي هېواد بدل کړو

زاهد: هڅه کوو افغانستان له وارداتي پر صادارتي هېواد بدل کړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/03

هرات کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له خوا صنعتکارانو ته د صنعتي ښارګوټي څلورم فاز د ځمکو اسنادو وېش پيل او د پنځم فاز د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په دې مناسبت جوړه شوې غوڼده کې مسوولینو ټینګار کړی چې هېواد کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې او هڅه کېږي چې افغانستان له وارداتي پر صادراتي هېواد بدل شي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي: « د افغانستان اسلامي امارت تل دا ویلي چې د صنعتکارانو، سوداګرو او هر څوک چې افغانستان کې پانګونه کوي، ملاتړ کوي او هڅه کېږي چې چارې یې ورته اسانه کړو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګرۍ معین احمدالله زاهد وايي: « د اسلامي امارت رهبري داسې اقتصادي خپلواکۍ ته ژمنه ده لکه څنګه چې نظامي او سیاسي برخو کې خپلواک دی. ورځ په ورځ هغه ورځې ته نږدې کیږو چې افغانستان د وارداتي هېواد یو تولیدي او صنعتي هېواد ته بدل کړو.»

د مسوولینو په خبره، د هرات صنعتي ښارګوټي څلورم فاز کې به ۶۰۰ جریبه ځمکه او پنځم فاز کې ۶۰۸ جریبه ځمکه صنعتکارانو ته ووېشل شي او دواړه فازونو کې به له ۴۰۰ تر ۴۵۰ کارخونې جوړي شي.

د هرات صنعت او سوداګرۍ رییس بشیر محمد سیرت وايي: « د څلورم فاز مجموعي مساحت ۶۰۰ جریبه او د پنځم فاز مجموعي مساحت ۶۰۸ جریبه دی.»

بله خوا، پانګوال د ځمکو وېش د پانګونې جذب او پراختیا او خلګو ته د کار موندنې برخه کې مهم بولي خو ټینګار کوي چې د برېښنا ستونزه دې هم حل شي.

صنعتکار امید هروي وايي: « صنعتي ښارګوټي باید خاص سهولتونه ولري، لکه برېښنا چې متأسفانه موږ د برېښنا کمښت سره مخ یو، ځکه موږ تېرو کلونو کې خپله داخلي برېښنا نه درلوده.»

صنعتکار عزیزالله نورزی وايي: « کله چې ځمکه زموږ په اختیار کې راکول کیږي، موږ کوشش کوو چې ژر تعمیر او کارخونه جوړه کړو. زموږ شرکت کې به ۱۵۰ تر ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.»

دا په داسي حال کې ده چې اوس مهال د هرات په صنعتي ښارګوټي کې څه باندي ۱۱۶۰ کارخونې فعالې دي چې د مسوولینو د مالوماتو له مخې، په کي له ۸۰ زرو ډېر کسان پر کار بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist