Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان امنیتي څېړنو مرکز: د روان کال دويمه ربع کې د امنیتي پېښو او مرګ ژوبلې کچه ټیټه شوې

د پاکستان امنیتي څېړنو مرکز: د روان کال دويمه ربع کې د امنیتي پېښو او مرګ ژوبلې کچه ټیټه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/03

په شمالي وزيرستان کې پر پاکستاني ځواکونو له وروستي خونړي موټر بم بريد درې ورځې وروسته د پاکستان امنيتي څېړنو او مطالعاتو مرکز په دې هېواد او خيبرپښتونخوا کې د امنيتي پېښو کموالي راپور ورکړ.

راپور کې ويل شوي، د روان کال په دويمه ربع کې په ټوليزه توګه د لومړۍ ربع پرتله ۳۲ سلنه امينتي پېښې کمې شوې دي.

د راپور د شمېرو له مخې، ۴۰ سلنه پېښې په بلوچستان او شاوخوا ۳۲ سلنه پېښې په خيبرپښتونخوا کې کمې شوې دي.

د راپور یوه برخه: « د ۲۰۲۵ په دویمه نیمايي کې د تاوتریخوالو پېښې ۳۲ سلنه راکمې شوې. په ۲۷۳ امنیتي پېښو کې ۶۱۵ امنیتي کارکوونکي، عام  وګړي  او وسلوال  وژل شوي او ۳۸۸ نور ټپیان شوي، حال دا چې په لومړۍ نیمايي کې يوازې د وژل شویو کسانو شمېر ۹۰۰ کسانو ته رسېده.»

د ياد راپور له مخې، له اپريل میاشتې تر جون پورې په امنيتي پېښو کې ۱۰۰۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۹۴ سلنه یې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان اړوند دي.

خو د سیاسي چارو څارونکي په قبايلي سيمو او بلوچستان کې موجوده امنيتي وضعيت ته په کتو د پاکستان امنيتي څېړنو او مطالعاتو مرکز موندنې له مبالغې ډکې بولي او زياتوي، هلته پر پاکستاني پوځيانو د زياتو خونړيو بريدونو له امله د مرګ ‌ژوبلې کچه تر هغې زياته ښکاري چې د ياد مرکز له لوري یې راپور ورکړل شوی.

د سیاسي چارو شنونکی محمد اسماعیل ځدراڼ وايي: « جنګ کم شوی نه بلکې زیات شوی دی، خو د پاکستان دولت یو کار کړی چې پر میډیا یې سخت فشار راوستی او کنټرول کړې یې ده. دوی هغو سیمو ته خبریالان نه ور پرېږدي چې جګړې او نا امنۍ په کې دي یا د پاکستاني طالبانو تحریک او بلوڅانو تر واک لاندې دي.» 

د پاکستان امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز په خپاره کړي راپور کې د بريدونو کموالي برعکس اعتراف شوی چې د روان ۲۰۲۵ زېږدېز کال په لومړیو کې په دغو سیمو او ټول پاکستان کې د وسلوالو ډلو تحرکات زیات شوي دي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، پاکستان په خپله پيل کړې لوبه کې بند پاتې دی او اوس يې د خیرپښتونخوا زیاتره سيمي له لاسه وتلې دي.

 دوی زياتوي، که وضیعت په اوسنې ډول دوام وکړي، لرې نه ده چي قبایلي سیمي به د پاکستانې ځواکونو له کنټروله ووځې.

د سیاسي چارو شنونکی  واحدالله  فقیري وايي: « موږ همدا څو ورځې وړاندې ولیدل چې ګڼ بریدونه شوي او زیات شمېر عسکر وژل شوي دي. پاکستان په دې نه دی توانېدلی چې خپل داخلي امنیت ټینګ کړي. بله خبره دا ده چې پاکستان تل هڅه کوي هند او افغانستان په دې بریدونو کې ښکېل وګڼي.»

د راپورونو پر بنسټ، پاکستاني ځواکونو په قبايلي سيمو کې په دې وروستیو کې د بريدونو پرمهال د عامو خلکو کورونه پر نښه کړي چې له امله يې ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

په ټولنيزو رسنیو کې له لکي مروت څخه تازه داسې ويډیوګانې لاس په لاس کېږي چې خلک په کې د پاکستان پوځ پر وړاندې د پاڅون په حال کې ښکاري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist