Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نورستان کې د ۱۰ کیلومټره سړک جوړولو چارې پيل شوې

نورستان کې د ۱۰ کیلومټره سړک جوړولو چارې پيل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/02

نورستان کې د هغه سړک د جوړیدو چارې پيل شوې چې د دې ولایت دوه ولسوالۍ کامدېش او برګمټال له مرکز پارون سره نښلوي.

مسوولین وايي، د دغه ۱۰ کیلو مټره سړک جوړیدو لپاره ۲۹ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې.

د نورستان والي زین العابدین عابد وايي: « د شرقي نورستان او مرکزي نورستان  ترمنځ کنډو ده چې د پپړوک سړک ورته وايي او الحمد الله نن مو افتتاح کړ چې دا ۱۰ کیلو متره سړک دی او عرض یې شپږ متره ده او ۲۹ میلیونه افغانۍ پرې لګښت راځي او دغه لګښت د اسلامي امارت لخوا ورکول کیږي.»

اوس مهال چې د یادو ولسوالیو اوسېدونکي د نورستان مرکز ته د تګ نږدې او مستقیمه لار نه لري، د دې سړک په جوړېدو خوښ دي.

د نورستان اوسېدونکی عبد الحکیم وايي: « موږ ټول قوم د سړک په جوړېدو خوشحاله یو، ځکه د دوو ولسوالیو خلک به دوه ولایتونه پاس کول بیا به مرکز ته رسېدل او دا به زموږ قوم ته یو لوی سهولت وي.»

د نورستان یو بل اوسېدونکی ضیا الرحمن وايي:« دا ډېره حیاتي پروژو ده او حیاتي سړک دی او د ولسونو د تګ راتګ لپاره یوه نږدې لاره جوړه شوه.»

په همدې حال کې د نورستان ټولګټو چارو ریاست مسوولین ډاډ ورکوي چې د سړک جوړونې له کارونو څارنه کوي او زیاتوي چې کارونه به يې پر خپل وخت پای ورسېږي.
د نورستان ټولګټو چارو ریاست سرپرست عبد الحکیم سجاد وايي: «  د نورستان ولایت د ټولګټو چاریو ریاست تخنیکي ټیم به وخت پر وخت نظارت کوي او همیشه به د دې د کیفیت په اړه خپل نظارت کوي او خپل راپور به مرکزي کمیټې سره شریک کوي او موږ ډاډ ورکوو چې دا پروژه به په باکیفیته توګه سرته رسیږي.»

 د یادونې ده چې نورستان د خپل غرني موقعیت له امله يې لاهم ډېر سړکونه خام او یا هم د لارې په اوږدو کې د تګ لپاره مناسب نه دي چې له امله يې ورتلونکي سیالانیان او د دې ولایت اوسېدونکي پر ژر جوړېدو ټینګار کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist