Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کندهار سپین بولدک سوداګر د صنعتي پارک جوړېدو غوښتنه کوي

د کندهار سپین بولدک سوداګر د صنعتي پارک جوړېدو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/02

سپین بولدک د کندهار هغه ولسوالۍ ده چې د مسوولینو په خبره هره ورځ له پاکستانه د همدې ولسوالۍ له لارې د لسګونه زره افغانیو په ارزښت صادرات او واردات ترسره کېږي.

د دې سیمې سوداګر لاهم له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې یوه يې د صنعتي پارک نشتوالی دی.
سوداګر وایي، دغه ولسوالۍ چې له پاکستان سره د چمن له لارې وصل ده، مهمه سوداګریزه نقطه ده، خو لاهم د کارخونو جوړېدو لپاره ځانګړی صنعتي پارک نه لري.

د سپین بولدک سوداګرۍ خونې مشر محمد شفیق وايي: « که د صنعتي پارک لپاره موږ ته ځمکه راکړل شي، نو په دې سره به تجاران ډېر غټ صنعت وکړي او خپله پانګونه به وکړي. له یوې خوا به وطن پر ځان بسیا شي او له بلې خوا به د کار زمینه به برابره شي.»

سوداګر سعد الله بیا وايي: « صنعتي پارک ته بلکل دا زموږ سوداګر لېواله دي، که صنعتي پارک ولري زموږ بولدک ولسوالۍ کې به سوداګر پانګونې وکړي.»

په ورته وخت کې د کندهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، د سپین ‌بولدک لپاره د صنعتي پارک جوړېدو پلان شته، خو د برېښنا نشتوالی د کارخونو د جوړېدو اصلي خنډ دی.

د کندهار صنعت او سوداګرۍ رییس قاري حمد الله یعقوب وايي: «هو! په هغه کې موږ مجلس کړی، ورته ویلي مو دي چې هغه ځمکه موږ ته تثبیت کړي. هلته برق نشته په جنراټورونو کارخونې ډیرې ګراني تمامیږي. نو انشاالله چې هلته د برق ترتیب برابر شي.»

د سوداګرو په خبره دې ولسوالۍ کې د صنعتي پارک او کارخونو جوړول به نه یوازې شته ستونزې را کمې کړي، بلکې ورسره به لسګونه ځوانانو ته کاري زمینې هم برابرې شي.

سوداګر او ځايې اوسېدونکي ټینګار کوي چې د سپین بولدک صنعتي پارک جوړیدو سره به دا ولسوالۍ د تولید او  صادراتو په داسې مرکز بدله شي چې له امله به يې د هېواد په عوایدو کې د پام  وړ بدلون رامنځ ته شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist