Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ټولییز امنیت تړون غړو هېوادونو له افغانستان سره د سولې او ټيکاو برخه کې د همکاریو دوام ژمنه کړې

د ټولییز امنیت تړون غړو هېوادونو له افغانستان سره د سولې او ټيکاو برخه کې د همکاریو دوام ژمنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/02

د ټولیيز امنيت تړون سازمان(سي.اېس.ټي.او)غړیو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په خپله وروستۍ ناسته کې د خپلمنځي نړيوالو مسايلو ترڅنګ، د افغانستان پر وضعيت هم بحث کړی.

دغه ناسته د دوشنبې پر ورځ د قرغيزستان په پلازمېنه بېشکيک کې په يوې ګډې اعلاميې سره پای ته ورسېده.

 په اعلاميه کې د ياد تړون غړيو هېوادونو له افغانستان سره د سولې، ثبات او پراختیا په برخو کې د همکاريو ډاډ ورکړ.

د ياد تړون غړیو هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو په ګده اعلامیه کې ویلي، چمتو دي چې له ملګرو ملتونو سره په همغږۍ د افغانستان د پرمختګ د تضمین لپاره په نړیوالو هڅو کې هم فعاله ونډه واخلي.

د ګډې اعلامیې یوه برخه کې راغلي:« موږ یو ځل بیا ژمنه کوو چې د افغانستان د سوله ‌ییز او باثباته راتلونکي لپاره له نړیوالو هڅو سره همکاري وکړو. موږ په دې برخه کې د ملګرو ملتونو ونډه مهمه بولو. موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د افغانانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره بشري مرستې پراخې کړي.»

که څه هم سرپرست حکومت د ټولییز امنیت تړون سازمان د غړیو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ګډې اعلاميې په تړاو څه نه دي ويلي، خو شنونکي د افغانستان په تړاو د دې ایتلاف غړیو هېوادونو دريځ مهم بولي او زیاتوي چې له اقتصادي پلوه له يادو هېوادونو سره د افغانستان نږدې کېدل ګټور کار دی.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « زموږ له خوا په اوس وخت کې له منځنۍ آسیا سره د ګډو اقتصادي ګامونو پورته کول ډېر مهم دي. موږ پوهېږو چې په دې اړه نوښت د روسیې او چین په مرسته کېږي او هغوی دلچسپي لري چې افغانستان له ځان سره ولري، ځکه له افغانستان پرته د شرقي بلاک جوړول ناممکن دي.»

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره نړیواله اجماع، هم د سیمې او هم د نړۍ پر ګټه ده. په الماتا کې د پخواني شوروي اتحاد غړیو هېوادونو امنیتي ناسته کې د افغانستان په اړه بحث کړی او د منځنۍ آسیا او افغانستان د انکشاف لپاره یې د همغږۍ د یوه دفتر پر جوړېدو ټينګار کړی. دا هم د افغانستان او هم د سیمې پر ګټه دی. د دې مانا دا ده چې افغانستان لاهم د نړۍ مختلفو هېوادونو د پاملرنې په محراق کې ځای لري.»

له دې وړاندې د روسيې په شمول د منځنۍ آسيا ځينو هېوادونو له افغانستانه د ګواښ متوجه کېدو ادعا مطرح کړې وه، خو ځينو نورو هېوادونو بيا په افغانستان کې له وضعيت سره له دې کبله د همکارۍ ټټر وهلی چې په خبره يې د سيمه ‌ييز ثبات اصلي کيلۍ د افغانستان په ثبات کې نغښتې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist