ټاکل شوې ده، چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو د اېکو سازمان ۱۷مه سرمشريزه د اذربايجان په کوربه توب، باکو ښار کې ترسره شي.
د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ پلاوی هم دغې ناستې ته وربلل شوی او د غونډې له پيل دوې ورځې وړاندې باکو ته رسېدلی دی.
چارواکي وايي، تللی حکومتي پلاوی به د افغانستان له لارې پر سيمه ييز اتصال سربېره له اقتصادي فرصتونو د ګټې اخستنې او افغانستان ته د بهرنۍ پانګونې جلبولو له اجنډا سره په ياده سرمشريزه کې ګډون وکړي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ لوړ پوړی امارتي پلاوی د ایکو اقتصادي همکارۍ سازمان په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه د اذربایجان هېواد ته په رسمي سفر لاړ. ټاکل شوې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دې سفر پر مهال د اېکو سازمان د ۱۷مې سرمشریزې په عمومي غونډه کې د ګډون او وینا تر څنګ، د اذربایجان هېواد له یوشمېر چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا په اړه هم ناستې ولري. د اېکو اقتصادي همکاریو سازمان ۱۷مه سرمشریزه د دې سازمان د غړیو هېوادونو د ولسمشرانو او لوړپوړو چارواکو په شتون کې د جولای میاشتې پر درېیمه او څلورمه نېټه د اذربایجان هېواد په کوربه توب ترسره کېږي.»
د اقتصادي چارو شنونکي د اېکو سازمان په سرمشريزه کې د حکومتي پلاوي ګډون د اقتصادي پراختيا لپاره هيله بښونکی بولي او زياتوي، په ياده ناسته کې د پلاوي له ګډون ښکاري چې افغانستان د سیمې پر اقتصادي سیاستونو کې د رول لوبولو هڅه کوي.
د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي وايي:« په ټولیزه توګه، اېکو سازمان د سیمه ییزې سوداګرۍ د پراختیا، پانګونې جذبولو او دغه راز د لوېدیځ له خوا د وضع شویو اقتصادي بندیزونو د پیکه کولو او د طالبانو د اسلامي امارت د سیاسي رسمیت پېژندنې زیاتولو لپاره ښه چانس دی. دا ناسته د اسلامي امارت له دولت سره مرسته کوي چې له ګاونډیو هېوادونو سره راکړه ورکړه او صادرات زیات کړي.»
ځینې نور بيا د اېکو سازمان سرمشريزه د افغانستان لپاره ښه فرصت بولي او په خبره يې، له دې فرصت په ګټنې سره دې د سرپرست حکومت پلاوی له سيمه ييزو اقتصادي نوښتونو ځان خبر او په افغانستان کې دې د پانګونې لپاره د بهرنيو پانګوالو باور ترلاسه کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی محیب الله شریف وايي: « په اذربایجان کې د اېکو په ۱۷ مه غونډه کې د ښاغلي ملا برادر ګډون افغانستان ته هغه فرصت په لاس ورکوي چې نړیوالو پانګوالو او هغو کسانو ته چې افغانستان کې له پانګونې سره لېوالتیا لري یا په دې اړه ورته معلومات ورکړل شي، دا ښه فرصت دی چې په دې غونډه کې د افغانستان استازیتوب وشي. همدارنګه د دې غونډې په خوا کې له مختلفو لوریو سره په افغانستان کې د شته فرصتونو په اړه خبرې وشي او د هغو مسایلو په اړه مالومات ورکړل شي چې افغانستان نړۍ ته څه ورکوي او څه ترې اخیستلی شي.»
د افغانستان حکومت تل له هېوادونو سره په تعاملاتو کې اقتصاد محوره سياست ته د لومړيتوب ورکولو ډاډ ورکړی او ويلي يې دي چې په دې توګه په افغانستان کې د دوامداره سياسي او اقتصادي ثبات د رامنځته کولو هڅه کوي.