Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سویل ختیځ زون ځوانان د قومونو ترمنځ د یووالي په موخه بلخ ته تللي

د سویل ختیځ زون ځوانان د قومونو ترمنځ د یووالي په موخه بلخ ته تللي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/02

د سویل ختیځ زون ځوانان د قومونو ترمنځ د یووالي، ورورلۍ او یو بل کلتور سره د بلدیدو په موخه بلخ ولایت ته ورغلي.

دغه ځوانان چې له خوست، پکتیا، پکتیکا او غزني ولایتونو بلخ ته ورغلي، د  بلخ پوهنتون کې یې له ځوانانو او زده کړیالانو سره له یوې ناستې وروسته یې د دغه ولایت له تاریخي او تفریحو سېمو هم د لیدنو لړۍ پیل کړه.

د غزني ولایت اوسېدونکی حسن شیرزوی وايي:« زموږ د سفر موخه دا وه چې را شو ځوانان ووینو خلک ووینو،ناسته پاسته ورسره ولرو،کله چې موږ له خپلو ولایتونو سفر کاوه، هلته همځول، سپېنږورو راته وویل چې د شمال په ولسونو مو سلامونه وایئ او بېرته پخیر راشئ.»

د خوست ولایت اوسېدونکی خدمتي وايي:« لکه څرنګه چې دوی موږ دعوت کړي یو، موږ هم داسې پلان لرو چې زموږ د دغه سفر له پای ته رسېدو وروسته به دوی ته موږ دعوت ورکوو، څو د سوېل ختیځ زون له ولسونو سره ناسته پاسته وکړي او د یوبل په دودونو سره بلد شو.»

بلخي ځوانانو سره له دې چې دا  اقدام يې ستایلی، راغلیو ځوانانو ته یې د بلخ ولایت د بېلا بېلو سیمو د لیدنو، له خلکو سره د ناستو او د یووالي اړوند مسایلو او کلتوري  پوهاوي ډاډ ورکړی.

د بلخ اوسېدونکی غلام رسول ملکزی وايي:« موږ د هغه زون ځوانانو ته هرکلی وایو، دوی ډېر ښه مثبت ګام پورته کړی، داخو دلته مینه او یووالی را ډېرېږي، دا چې موږ تګ راتګ وکړو، یو دبل له فرهنګ خبرېږو، کله چي د یو بل فرهنګ سره بلد شو، دا خپله مینه، ورورولي منځته راوړي.»

د بلخ یو تن بل اوسېدونکی اکبر پاچا بیا په دې اړه وايي:« موږ هم دغسې یو تصمیم لرو، لکه څرنګه چې دوی یوه ډله جوړه کړې، زما په نظر که موږ چرته دغسې تګ راتګ وکړو، د نظریاتو تبادله ولرو، دې کې ډېرې ګټې دي. هغه دود کلتور چې په نورو ولایتونو کې له ځان خبر کړو او یو څه ترې زده کړو نو داسې سفرونه ډېر ګټور دي.»

ورته مهال د بلخ اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو ویلي، تر دې وروسته به د همدې پيغامونو د  شریکولو په موخه د یاد ولایت ځوانان هم نورو ولایتونو ته سفرونه پيل کړي.

د بلخ ځوانانو چارو آمر سلطان محمد توخي وايي:« د بلخي ځوانانو لخوا د دوی هرکلي او ښه راغلاست په موخه ټول امکانات ورته برابر دي. موخه د دغو سفرونو داده چې کومې فاصلي او ناخوالې چې د ځوانانو ترمنځ موجودې دي هغه به له منځه وړل کېږي، دغه ګام د هېواد په پرمختګ او پراختیا کې خورا مهم رول لري، کوم تفرقات چې ژبني، سمتي او نور کولی شو د دغسې برنامو په جوړلو سره له منځه لرې کړو.»

د یادونې وړ ده چې دغه ځوانان به دې سفر کې  د جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو له ځوانانو سره هم لیدنې وکړي.

د یادونې ده چې  تر دې وړاندې له سوېل ختيځ زون سپین ږيري، قومي مشران بلخ ولایت ته  ورغلي وو چې له ځان سره یې د یووال،ي ورورولۍ او یو بل منلو پیغامونه وړي وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist