په خوست ولایت کې تازه د موبایل او سولر جوړونې له شپږ میاشتنیو زده کړو ۸۸ تنه فارغ شول.
مسوولین وايي، له خوست سربېره د هېواد په نورو ولايتونو کې یې هم ځوانانو ته بېلابېلې حرفې او کسبونه ور زده کړي.
د بشري حقونو او رسنیو د څار ادارې ولایتي مسول عزت الله اکبري وايي: « د بشري حقونو او رسنيو د څارې مخکې هم په دغه ولايت کې ۸۸ کسان نور د موبايل او سولر جوړونې برخو کې فارغ کړي دي او دې لړۍ ته به دوام ورکوي.»
په همدې حال کې د حرفوي زده کړو له ياد مرکز فارغ شوې ځوانان وايي، د دا ډول پروګرامونو په ترسره کېدو سره په ټولنه کې د بې روزګارۍ کچه کمېدلی شي.
دوی همدا راز له سرپرست حکومت او مرستندويه بنسټونو غوښتنه کوي چې د حرفوي زده کړو دا لړۍ ولسواليو ته هم وغځوي.
فارغ زده کوونکی قدرت الله همدرد وايي: « د بې روزګارۍ په له منځه وړلو کې د دا ډول کسبونو زده کول زموږ لپاره ډېر اړين دي، ځکه چې پر مټ يې د نشه يي توکو له استعمال او هسې ګرځېدو محفوظ پاتې کيږو او د راتلونکي ژوند لپاره هم ډېر څه ترلاسه کولی شو.»
فارغ زده کړو مجيب الرحمن رحماني وايي: « دا د ولس غوښتنې دي چې بايد عملي شي او له حکومت مې هم دا غوښتنه ده په ځانکړي ډول د کار او ټولنيزو چارو وزارت چې د بې روزګاره ځوانانو لپاره دا ډول پروکرامونه ترتيب کړي څو د بې روزګارۍ کچه راکمه شي.»
د خوست ولایتي اداره د ورکړل شویو زدکړو ډاډ ورکوي او زیاتوي چې تر دې وړاندې له دې مرکز فارغ شوي ځوانان اوس مهال په بېلا بېلو سیمو پر کار بوخت دي چې ورسره یو شمېر نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابره شوې.
د خوست والي ویاند مستغفر ګربز وايي: « سلګونه کسان مخکې هم له حرفوي زده کړو فارغ شوي او له هغوی نظارت ترسره کيږي، الحمدالله چې دوی له درنو کارونو ساتل شوي دي او همدا ډول له بې روزګارۍ ساتل شوي او له دې لارې خپلو کورنيو ته سالمه نفقه پيدا کوي.»
د ځایي مسوولینو د مالوماتو له مخې، دا مهال د حرفوي او فني زده کړو په ياد مرکز کې سلګونه نور کسان هم په بېلابېلو برخو کې پر زده کړو بوخت دي.