Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا پر سوریې لګول شوې بندیزونه لغوه کړل

امریکا پر سوریې لګول شوې بندیزونه لغوه کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/02

په سوریه کې د احمدالشراع پر مشرۍ د نوي حکومت له رامنځته کېدو یوازې اووه میاشتې وروسته، امریکا ورسره رسمي تعامل ته را وړاندې کېږي او په تېر کې پر دغه هېواد ټول لګولي اقتصادي بندیزونه لرې کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې مې میاشتې پر ۱۳مه په لومړي ځل پر سوريې د بندیزونو لرې کولو خبر ورکړ او شاوخوا دوې میاشتې وروسته یې د دوشنبې په ورځ د یوه اجرائي فرمان په لاسلیکولو سره خپله کړې پرېکړه عملي کړه.

د دې فرمان له مخې، امریکا له سوريې ټول هغه بندیزونه لرې کړل چې له ۲۰۰۶ز کال راهیسې یې پر دې هېواد لګولي کړي و.

د سپیڼې ماڼۍ په اعلامیه کې د ولسمشر ټرمپ له قوله راغلي، ټرمپ دغه پرېکړه د سوریې د نوي حکومت له پوره ارزونې وروسته کړې، خو د بشارالاسد د حکومت مشران او لوړ پوړي چارواکي ترې مستثنا دي.

په اعلامیه کې د امريکا ولسمشر له خولې راغلي: « ما دا درک کړه چې ټول هغه کسان باید په واقعي مانا مسوول وګرځول شي او پر وړاندې يې ګامونه پورته شي چې د بشارالاسد د نسکور رژیم په دروان کې یې د جنګي جرایمو، د بشري حقونو نقض او په دغه هېواد کې دننه او بهر يې د نشه‌یي توکو په قاچاق کې لاس درلود.»

د امریکا ولسمشر له دې وړاندې په سعودي عربستان کې د سوریې له هغه لنډمهالي ولسمشر سره ولیدل چې کلونه کلونه یې د بندیزونه په لیست کې و او پر سر یې نقدي جایزه هم ټاکلې وه.

د امریکا خزانې وزارت چې د دې هېواد بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارتونه سره په ګډه د دې پرېکړې د عملي کولو مسوولیت لري وايي، د بندیزونو لرې کېدل سوریې ته دا موقع په لاس ورکوي چې له نړیوالې مالي انزوا بهر شي او د تېرې کورنۍ جګړې له کبله رامنځته شوې ویجاړۍ او اقتصادي او سوداګریز ځوړ حالت ورغوي.

د امریکا خزانې وزارت ویلي: « پر سوریې د امریکا د بندیزونو لرې‌کېدلو پرېکړه د سوریې خلکو او هلته له نوي حکومت د ملاتړ په موخه شوې، ترڅو دغه هېواد ورغول شي او د داسې باثباته او هوسا ملت لرلو لپاره فرصتونه په لاس ورشي چې له ځان او خپلو ګاونډیو سره په سوله کې ژوند وکړي.»

د سوریې لنډمهالي ولسمشر احمدالشراع د تېر کال په ډسمبر کې د بشارالاسد۲۴ کلن رژیم ونړاوه او د تمې خلاف یې داسې قانوني او ټولشموله حکومت رامنځته کړ چې د نوموړي دې او ورته کارونو اوس نړۍ بېرته پر سوریې راماته کړه.

د امریکا له دې پرېکړې وروسته، د سوريې بهرنیو چارو وزیر اسدالشېباني د امريکا له دې اقدام هرکلی کړی او په خبره یې،  دا ګام کولی شي له اوږده ځنډ وروسته د سوریې بیارغونې او پرمختګ ته لار هواره کړي او اقتصادي خنډونه له منځه یوسي.

د سوريې بهرنیو چارو وزیراسد الشېباني ویلي: « د امریکا د بندیزونو لرې کېدل کولی شي له اوږده ځنډ وروسته د سوریې بیارغاونې او پرمختګ ته لار پرانیزي.»

خو له دې هر څه سره، له سوریې سره د نړۍ نږدېوالی او واقعي تعامل د افغانستان سرپرست حکومت ته څه پیغام لري؟

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « د افغانستان او سوریې لپاره د امریکا پالیسي توپیر لري، خو دلته هم ستونزې شته. زموږ چارواکي هغه شان نرم دریځ نه لري لکه د سوریې مشر احمد الشرع یې چې لري. دوی اصلاحات نه راولي او د نجونو ښوونځي نه پرانیزي. مګر هلته تعامل ته ژر غاړه اېښودل کېږي.»       

امریکا داسې مهال پر سوریې بندیزونه لرې کوي چې د افغانستان شاوخوا ۹ میلیارد ډالره شتمني یې ګنګل کړې او له سرپرست حکومت رسمي تعامل نه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist