د کابل ښار د الوخېلو سیمې اوسېدونکي اوس له نورو ستونزه سره څنګ کې، د اوبو کمښت له امله هم اندېښنو پسې اخیستي دي.
دوی وایي، ورځ تر بلې یې د اوبو کمښت ستونزې زیاتېږي او په اړه یې هېڅ حلاره نه لري.
د دوی په خبره، د څښاک پاکو اوبو ته یې لاسرسی سخت شوی او ګڼې کورنۍ داسې هم شته چې په پیسو د اوبو اخیستلو وس نه لري.
د کابل اوسېدونکی ګل سعید وايي: « له هرڅه زیات د اوبو ستونزه لرو. له موږ سره هر چا ژمنې وکړې خو هېچا عملي ګام پورته نه کړ. کله چې اوبو پسې ځو، چې هلته بیروبار وي بېرته ترېنه ځو.»
د کابل اوسېدونکی عبدالعظیم ناصري وايي: « دلته د څښلو پاکې او خوږې اوبه له ۱۶۰ تر ۲۰۰ مترو ژورې دي. دلته د اوبو ستونزې ډېرې زیاتې دي.»
درې اوونۍ وړاندې ګارډین ورځپاڼې د ميرسي کورپس موسسې موندنو پر اساس راپور ورکړ چې تر ۲۰۳۰ کاله به کابل په نړۍ کې لومړی عصري ښار وي چې په بشپړه توګه په کې اوبه ختمې شي.
په دې راپور کې راغلي و، اوس مهال د کابل له نیمو زیاتې هغه څاګانې وچې شوې چې د دې ښار د اوبو مهمې سرچینې دي.
د يادو موندنو له مخې، د کابل تر ځمکې لاندې ۸۰ سلنه اوبه د کارولو وړ نه دي او که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو تر راتلونکو پنځو کلونو يې د ختمېدو امکان شته.
د کابل الوخېلو اوسیدونکي وایي، ګڼ شمېر داسې کورنۍ هم وې چې د اوبو نه لرلو له کبله اړ شوې څو دا سیمه پرېږدي.
دوی پر حکومتي چارواکو هم غږ کوي چې د کابل ښار اوبو په تړاو جدي ګامونه پورته کړي.
د کابل اوسېدونکی ولي محمد وايي: « ما په خپلو سترګو ولیدل، دلته ډېری ګاونډیان راغلي اوبه نه لري.»
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکي بیا وایي، په هېواد کې د اقلیمي بدلونونو له کبله د تودوخې کچه لوړه شوې او له امله یې مخامخ پر اوبو هم منفي سیوری غوړېدلی.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست مطیعالحق خالص وايي: « دا په دې ځای کې ولاړ نه دی، همداسې مخته روان دی، همدارنګه هوا هم ورځ تر بلې تودېږي او بې تخمینه بره روانه ده.»
کابل کې په تېرو لسو کالو کې د چټکې ښاري پراختیا، د اقلیم بدلون، پرله پسې وچکالۍ، د اوبو مصرف کې بې احتیاطي او بې درېغه د ژورو څاګانو کېندل هغه عوامل دي چې تر ځمکې لاندې اوبو کچه یې ۳۰ متره ښکته کړې ده.
د اوبو د برخې کارپوهان وايي، که د اوبو مديريت لپاره يو شمېر لوی او واړه بندونه جوړ شي، تر ډېره حده د خلکو د اوبو ستونزه پرې هوارېدای شي.
د اوبو برخې متخصص نجیبالله سدید وايي: « لومړیتوبونه باید تشخیص شي، لومړیتوب باید د اوبو رسولو پروژې وي. دا مهال کابل ښار له څلورو لارو او هوايي پلونو زیات اوبو ته اړتیا لري. خلک اوبه غواړي او دې ته باید لومړیتوب ورکړل شي او د بحران له لا ژور کېدو مخنیوی وشي.»
که څه هم د سرپرست حکومت چارواکو د کابل اوبو ستونزې په تړاو تازه څه نه دي ویلي، خو وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي و چې د کابل د اوبو د کمښت ستونزې د حل په موخه دغه ښار ته د پنجشېر د سیند اوبو لېږد پروژې طرحه بشپړه شوې او بودیجه هم ورته ځانګړې شوې ده.
خو جاپان ټایمز له دې وړاندې راپور ورکړی و چې دا پروژه له ۳۰۰ تر ۴۰۰ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.