Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له ایرانه را ستانه شوي کډوال په کوردننه د کار او سرپناه غوښتنه کوي

آی.او.اېم: افغان کډوال تش لاس له ایرانه ایستل شوي او لاسنیوي ته اړتیا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/02

په داسې حال کې چې د ایران او پاکستان له خوا د افغان کډوالو د اخراج لړۍ چټکه شوې، تازه د کډوالۍ نړیوال سازمان(آی.او.اېم) وايي، يوازې په جون میاشت کې له ایرانه له ۲۵۶ زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه کړای شوي دي.

یاد سازمان د ایران له لوري د افغان کډوالو جبري اخراج بې ‌ساری بولي او زیاتوي، ډېری کورنۍ یوازې د تن له جامو سره خپل هېواد ته ستنې کړای شوې دي او سملاسي خوړو، روغتیایي پاملرنې او ملاتړ ته اړتیا لري.

آی.و.اېم ټینګار کوي چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدل باید خوندي، باعزته او داوطلبانه وي.

دغه سازمان زیاته کړې: « دا لومړی ځل دی چې دومره لوی شمېر افغان کډوال ایستل کېږي. له پاکستان وروسته ایران څخه د افغان کډوالو ایستلو لړۍ چټکه شوې او دا راستانې شوې کورنۍ اوس مهال سرپناه، خوړو، درملو او د ژوند نورو مهمو لومړیتوبونو ته جدي اړتیا لري. طالبان روان وضعیت په یوازې توګه کابو کولی نه شي بلکې د نړیوالو مسوولیت هم دی چې د افغان کډوالو ننګونو ته رسېدنه وکړي.»

بله خوا، د بښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د دې هېواد پر پالیسيو نيوکه کړې او زياته کړې يې ده چې هلته د (پي.او.آر) کارت لرونکو افغانان د مېشتېدو مهلت چې تازه پای ته رسېدلی، باید وغځوي.

دې سازمان زياته کړې، د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمېشنرۍ له لوري افغان کډوالو ته د ورکړل شویو کارټونو د اعتبار مودې پای ته رسېدو له امله به په پاکستان او خيبرپښتونخوا کې شاوخوا ۱.۱۴ میلیونه افغان کډوال له جدي خطر سره مخ شي.

د بښنې نړیوال سازمان په دې اړه ویلي: « پاکستان د غیر راجسټر شویو کډوالو، د افغان اتباعو کارت لرونکو او د راجسټر شویو کډوالو(پي.او.آر) کارت لرونکو د شړلو هڅه کوي؛ دا چاره د اندېښنې وړ ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې لږ تر لږه ۱.۴ میلیونو افغانانو ته د (پي.او.آر) کارتونه ورکړي چې د ۲۰۲۵ کال د جون پر ۳۰ مه نېټه یې موده پای ته رسېږي. پاکستان باید د کډوالو حقونه وساتي، سملاسي ټول اخراجونه ودروي او د (پي.او.آر) کارتونو د نېټې له پای ته رسېدو وړاندې یې نوي کړي. که د یادو کډوالو اسناد تمدید نه شي، دوی به له پراخې ځورونې، خپلسري نیونو او اجباري ایستلو سره مخ شي. دا چاره بشري ناورین رامنځته کولی شي.»

له دې سره سم، افغان کډوال په پاکستان کې د اوسېدلو مودې غځولو غوښتونکي دي او ټینګار کوي چې شپږ میاشتني مهلت ورکړه ورته بسنه نه کوي.

په پاکستان کې دېره افغان کډوال مجاهد شینواری وايي:« اوس داسې ویل کېږي چې افغان مهاجرینو ته شپږ میاشتې وخت ورکول کېږي چې نن یا سبا به یې اعلان وشي. دغه وخت افغان مهاجرینو لپاره بسنه نه کوي، ځکه دوی دلته ۴۶ کاله وخت تېری کړی او دلته پراخ کاروبارونه لري. دوی له دې پرېکړې راضي نه دي او باید د اسلامي امارت حکومت په دې اړه د پاکستان له حکومت او ملګرو ملتونو سره خبرې وکړي.»

که  څه هم  د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولین په دې اړه څه نه وايي، خو وړاندې يې ویلي چې  د افغان کډوالو ستونزو  حل په اړه یې له پاکستاني او ایراني چارواکو سره خبرې کړې.

یادو اندېښنو ته په کتو، د کډوالو حقونو مدافعان وایي، ایران او پاکستان افغان کډوال د فشار د یوې آلې په توګه کاروي او له دې لارې غواړي خپلو موخو ته ورسېږي.

د کډوالو حقونو مدافع علي رضا کریمي وايي:« دا مهال له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو اجباري اخراج له اندېښمنوونکي چلن سره ادامه لري. د افغانستان دولت باید د فعالې ډېپلوماسۍ له لارې په نړیوالو بنسټونو کې د کډوالو د حقونو غوښتنه وکړي او راستنو شویو کډوالو ته د شرایطو برابرولو په غوښتنې سره د خپلو خلکو ملاتړ وکړي. د دې چلن پر وړاندې غلي پاتې کېدل په خپل ملي او انساني مسوولیت سترګې پټول دي.»

په ورته مهال، سره صلیب او سرې مياشتې نړيوال فېډراسیون افغانستان ته له ایرانه د راستنېدونکو کسانو پر خورا لوړې شمېرې اندېښنه ښودلې او د هغوی د لا ډېر نړیوال ملاتړ غوښتنه يې کړې.

د دې فېډراسیون يوه لوړ پوړي پلاوي د هرات په اسلام کلا بندر کې له افغان راستنېدونکو سره کتلي او په یوه اعلامیه کې يې ویلي، دغه کسان له ناکافي خوړو، اوبو او سرپناه پرته هېواد ته راځي.

بل پلو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي، روان ۲۰۲۵ کال کې تر دې مهاله یو میلیون افغان کډوال له ایران او پاکستانه پر زوره ايستل شوي او اټکل کېږي چې د کال تر پایه دا شمېر ۳ میلیونو تنو ته ورسېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist