Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ننګرهار ډبرین زینتي توکي بهر ته صادرېږي

د ننګرهار ډبرین زینتي توکي بهر ته صادرېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/01

په ننګرهار ولایت کې له قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو زینتي توکي جوړېږي.

د دغو توکو د یوې کارخونې مالک وايي، په دې کارخونه يې ۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او دا توکي له هغو ډبرو جوړوي چې په کور دننه استخراج کېږي.

د کارخونې مالک عبد الرشید وايي:« بنګړي، هګۍ، لاکټې، ګوتمې او نور داسې ډیکورېشن توکي چې خلک یې الماریو کې ږدي او یا دفترونو کې د زینت او ښکلا لپاره اېږدي، دلته په دې کارخونه کې جوړیږي.»

له دې ځایه دا زینتي توکو په کوردننه یو شمېر ولایتونو او دغه راز ګاونډیو هېوادونو ته  استول کېږي.

عبدالرشید وايي، جوړ کړي توکي پاکستان، چین، تاجیکستان، اوزبېکستان او روسیې هېوادونو ته استوي.

هغه زیاتوي:« موږ ته له مختلفو ملکونو خلک راځي، لکه پاکستان، تاجیکستان، اوزبېکستان، قراقستان، روس او زیاتره د چین خلک راځي. هغوی د دې ډبرو ډېر شوقمن دي. اوس مهال موږ دلته له نفرایټ او سرپنټین ډبرو توکي جوړو.»

د دې کارخونې کارګران ټینګار کوي، که ورته کاري زمینې ډېرې او پانګوال په هره برخه کې کارخونې جوړې کړي، پر بې کارۍ سربېره به د کډوالۍ په مخنیوي کې هم ګټه وکړي.
د کارخونې یو تن کارګرن احسان الله وايي: « باید زموږ  د دې کارخونو مشرانو ملاتړ وشي او باید د تیږو او هر نورو شیانو تعرفې ورته ارزانه شي. موږ کوشش کوو نوي کسان ونیسو ،ترڅو دلته کار وکړي او نورو ملکونو لکه ایران یا بهرنیو ملکونو ته احتیاج نه شي.»

یوبل کارګر عبد الرازق وايي: « باید صنعت کارانو ته زمینه برابره شي چې په وطن کې فابریکې ډېرې شي، ترڅو دلته کار پیدا او ځوانان خارج ملکونو ته لاړ نه شي.»

بله خوا،  د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي، د صنعت د ودې او پرمختګ په موخه پر صنعت کارانو د ځمکو د وېش، دوی ته د برېښنا زیاتوالي او همدارنګه توکو ته یې د بازار موندنې په برخه کې د نندارتونو جوړولو لپاره هڅې روانې دي.

 د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ ریاست د سوداګریزو چارو آمر شاکر الله ستانکزی وايي: « د صنعت او سوداګرۍ د ملاتړ په موخه حکومت ځینې پالیسۍ جوړې کړې دي چې له ډلې یې په خامو موادو کې معافیت دی. همدارنګه ۲۰ زره جریبه ځمکه به صنعت کارانو ته د یو خاص طرز العمل پر اساس ووېشل شي. همدارنګه د بازار موندنې لپاره مو په داخل او خارج کې نندارتونونه پلان کړي چې یو نندارتون دا تېرې وري میاشت کې جوړ شو.»

اوس مهال په ننګرهار کې له  قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو د زینتي توکو د جوړولو پر کارخونو سربېره، د دغو توکو د پېر او پلور په موخه یو ځانګړی مارکېټ هم پرانیستل شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist