د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د افغانستان په اړه په قطر کې د دوحې د کاري بهیر ډلې له لوري دا ناسته د جون له ۳۰ مې نېټې پیل او د جولای میاشتې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.
د سرپرست حکومت اووه کسیز پلاوی او د خصوصي سکټور استازی هم ګډون په کې کوي.
عامې روغتیا وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د اسلامي امارت دا پلاوی له نشه یي توکو سره د مبارزې او د خصوصي سکټور د دویمې ناستې لپاره له کابل تللی دی.
د سرچینې په خبره، په دې ناسته کې له نشه یي توکو سره د مبارزې مشترک پلاوی او د ګډون کوونکو هېوادونو استازي به له نشه یي توکو سره د مبارزې او پر کنټرول یې د ګډو هڅو ترڅنګ، د همکاریو پر پیاوړتیا هم خبرې وکړي.
عامې روغتیا وزارت په دې اړه ویلي: « د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت، کورنیو چارو وزرات، بهرنیو چارو وزارت او د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اووه کسیز پلاوی له نشه یي توکو سره د مبارزې په درېیم او د خصوصي سکټور د تخنیکي کمېټې په دویمه ناسته کې د ګډون په موخه په یوه رسمي سفر قطر ته لاړل.»
په ورته مهال، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین د خصوصي سکټور یو پلاوی د دې خونې د لومړي مرستیال پر مشرۍ د بهرنۍ پانګونې د جلب، کاري فرصتونو، کنګل شوې شتمنۍ د آزادېدو او د نړیوالو له لوري د پاتې پروژو د چارو بېرته پیل په برخه کې د هڅو خبر ورکوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي: « هغه مرستې چې له افغانستان سره کېږي، باید په دایما ً فعالو اجتماعي پروژو کې ولګول شي، ترڅو خلکو ته د کار فرصتونه پيدا شي. دویمه خبره دا ده چې د جمهوریت له وخته نیمګړې پاتې پروژې، پر دغو پروژو د خلکو پیسې پاتې دي، نړیوال بانک، آسیا پراختیايي بانک، اسلامي بانک باید دا پیسې ورکړي او افغانستان ته انتقال شي.»
له دې سره په یوه وخت، د نړیوالو اړیکو یوشمېر شنونکي په دې تړاو بېلابېل نظرونه وړاندې کوي.
ځینې شنونکي د نشه یي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي لپاره دا ډول کنفرانسونه اړین بولي، خو ځینې نور له نړۍ سره د افغانستان د سوداګرۍ اړیکې ارزښتمنې بولي.
د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « زه امېد لرم د افغانستان او نورو هېوادونو استازي وکولی شي د دوی تربحث لاندې مسایلو سره څنګ کې، له ایران او پاکستان د افغان کډوالو د جبري اخراج، له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو ټینګولو او افغانستان ته د بشري مرستو جلبولو په موخه د نړیوال ټولنې د ملاتړ جلبولو په څېر مسایلو هم بحثونه وکړي.»
د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « په کورنیو او بهرنیو ناستو کې د خصوصي سکټور ګډون د پانګونې لپاره ډېر مهم دی؛ ځکه دوی اصلي فرصتونه پېژني او په هغو برخو کې چې د پانګونې لپاره اساسي ضرورت دی، هغوی یې په ګوته کولی شي.»
د افغانستان په تړاو د دوحې کاري بهیر ډلې ناسته د ملګرو ملتونو پر مشرۍ او د ۲۵ هېوادونو استازو له لوري په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ملګرو ملتونو د کاري ډلو له لوري له نشه یي توکو سره د خصوصي سکټور له لوري مبارزه حیاتي بللې او په دې بهیر کې یې د مرکزي آسیا هېوادونو پر حضور هم ټینګار کړی.