د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له دیني عالمانو سره د افغانستان چاپېریالي وضعیت ارزولی او د هغو عواملو پر مخنيوي یې بحث کړی چې له امله يې د افغانستان چاپېريال اغېزمن شوی.
د يادې ادارې سرپرست مطیع الحق خالص وایي، لسیزو جګړو پرمهال د وسلو کارولو د افغانستان پر چاپېریال منفي اغېز کړی او په خبره يې د اقليمي بدلون ناوړه پايلو بيا دا اغېزې لا زياتې کړې دي.
خالص له نړیوالې ټولنې غواړي چې د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو په مخنيوي کې له افغانستان سره همکاري سياسي نه کړي.
هغه په دې اړه وايي: « مثلا ً پر افغانستان له تېرو ۴۵ کالو راهیسې تپل شوي جنګونه مسلط وو. د افغانستان د خلکو ژوند غیر طبیعي ژوند و؛ په دې مانا چې پردۍ وسلې او باروت راتلل او په افغانستان کې تجربه کېدل.»
خالص د سېلابونو راوتل، د تودوخې لوړېدل، د ځنګلونو تخريب او ځيني نورو مسایل د اقليمي بدلون ناوړه پايلې ګڼي او په خبره يې، د افغانستان چاپېريالي ننګونې يې هم زياتې کړې دي.
نوموړی دغه راز زياتوي، يادې پديدې طبيعي سکټور او حتا د افغانستان ټول اقتصاد اغېزمن کړی.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست زیاتوي: « له بلې خوا، د زیاتو اقتصادي ستونزو ترڅنګ د ژمي پرمهال یوازې په کابل ښار کې نه بلکې زموږ د ټولو ښارونو پر سر د دود او لوګي چتر ولاړ وي.»
ديني عالمان هم د اقليمي بدلون ناوړه پايلو دوام اندېښمن کړي او د مخنيوي لپاره يې له نړيوالو غواړي چې له افغانستان سره همکاري وکړي.
دیني عالم باز محمد رحیم وايي: « د ملګرو ملتونو سازمان خپلې مرستې او هغه اړیکې چې له افغانستان سره یې نیسي، باید سیاسي نه کړي. دوی دې له افغانستان او د افغانستان له حکومت سره بشري مرستې وکړي.»
دیني عالم حکیمالله قانت وايي: « دا د اقلیم موضوع له سیاست لرې وساتل شي. له نړیوالو ادارو، کمیسیونونو، موسسو او دولتونو احترامانه غوښتنه کوو چې د اقلیم بدلون له سیاست لرې وساتي.»
ځينې نور دیني عالمان له سرپرست حکومته د اقليمي بدلون ناوړه پايلو د مخنيوي لپاره د جدي پاملرنې غوښتنه کوي او ترڅنګ یې د نړيوالو له لوري د هغو نيمه پاتې پروژو بشپړولو غوښتنه هم کوي چې د يادې پديدې په مخنيوي کې ګټورې دي.
دیني عالم عبدالباري عمر وايي: « نړیوال باید د افغانانو داسې لاسنیوی وکړي چې له هغې سره د چاپېریال ساتنې وده راشي.»
دیني عالم خلیلالله خلیلي وايي: « په دې اړه ډېر مسوولیت دولت ته راجع کېږي. دولت مکلف دی چې د خلکو مال، عزت او چاپېریال وساتي.»
د اقليمي بدلون ناوړه پايلو په اړه د عامه پوهاوي کچې ټيټوالی د دې سبب شوی چې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د مالوماتو له مخې، ډېره کله يې په نتيجه کې په مستقيمه توګه عام خلک زيانمن شوي.