Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې کروندګر: د رومیانو حاصلات ښه دي خو بازار نه لري

بلخ کې کروندګر: د رومیانو حاصلات ښه دي خو بازار نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/01

بلخ ولایت کې سږکال د نورو کالونو پر پرتله پر زیاته اندازه ځمکه رومیان کرل شوي.

 کروندګر وايي، تر نورو کالونو یې حاصلات هم ډېر دي، خو د د بیو ټیټوالي ته یې اندېښنه لري.
د رومیانو روب جوړولو کارخونو او معیاري سړخونو نه موجودیت، د کیمیاوي سرې ګرانښت، د کرنیزو درملو نه شتوالی او په بازار کې د بیو ټيټوالی هغه عوامل دي چې کروندګر يې له امله شکایت کوي.

د رومیانو کروندګر نیاز محمد وايي: « ښه حاصل لري، خو بازار نه لري. اوس یو کریټ رومي ۲۰۰ افغانۍ دي، خو ورځ تر بلې بیا دغه اندازه رومي تر ۱۰۰، ۱۲۰او ۸۰ افغانیو پورې را لوېږي. په دې بازار زموږ لګښتونه هم نه شي پوره کولی.»

د رومیانو یو بل کروندګر محمد نوید وايي: « له دولت غوښتنه کوو چې سړې خونې جوړې کړي، اصلاح شوي تخمونه ووېشي، بزګرانو سره همکاري وکړي او د روب جوړونې فابریکې جوړې کړي.»

د بلخ کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین که څه هم د دې کرنیز محصول بازار کمرنګي مني، خو یاده برخه کې د همکاریو ډاډ ورکوي.

د بلخ ولایت کرنې ریاست کې د ترویج مدیر محمد حسین عظیمي وايي: « بلخ ولایت کې هر کال له ۲ تر ۲ زره ۷۰۰ هکټاره ځمکه باندې رومیان کرل کېږي. د رومیانو حاصلات نوي پیل شوي او تر دې مهاله یې بازار ښه دی. هو! کله چې رومیان زیات شي بازار یې کمرنګه کېږي.»

مسوولین په یاده برخه کې پر سرپرست حکومت سربېره ملي سوداګر او پانګه وال هم مسوول ګڼي چې په خبره يې، که د روب جوړونې کارخونې جوړې کړي،  دوی باور لري چې دغه حاصلات به ښه پایله ورکړي.

عظیمي په دې اړه وايي: « له سوداګرو مو غوښتنه ده چې د بزګرانو لاسنیوی وکړي، ترڅو موږ په بلخ کې د روب جوړونې کارخونه ولرو. له دې سره به اړتیا نه وي چې له بهرنيو بې کیفیته روب ګټه واخلو. ترهغو چې کارخانې نه وي، هم مو پیسې بېځایه مصرفېږي او هم مو د بزګرمحصولات پر وخت نه پلورل کېږي.»

کروند ګر ډاډ ورکوي، که سوداګر او پانګوال له دې حاصلاتو د ګټې اخیستلو لپاره ورته کارخونې جوړې کړي، په کور دننه به د رومیانو د استعمال برخه هم پر ځان بسیا شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist