Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسحاق ډار اسلامي امارت ته؛ له پاکستان سره د زړه له تله همکاري وکړئ

اسحاق ډار اسلامي امارت ته؛ له پاکستان سره د زړه له تله همکاري وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/01

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د دې هېواد د لومړي وزیر مرستیال محمد اسحاق ډار وايي، د پاکستان حکومت په وروستیو میاشتیو کې پوره هڅه کړې چې له افغانستان سره اړیکې ورغوي او په خبره یې، افغانستان ته د تېرې اپرېل میاشتې پر ۱۹مه یې رسمي سفر هم په همدې موخه کړی و.

نوموړي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د اسلام اباد سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز په ۵۲مه نمانځغونډه کې کړې او زياته کړې يې ده چې ياد هدف ته د رسېدو لپاره په کابل کې د پاکستان ډېپلوماټیکه استازولي د سفارت کچې ته پورته شوې.

اسحاق ډار زیاته کړې، د افغانستان اوسنی حکومت دې هم د زړه له تله له پاکستان سره همکاري او د ترهګرۍ په برخه کې یې اندېښنو ته رسېدنه وکړي، ترڅو د ده په خبره د ګډ کار له ګټو نور هېوادونو هم برخمن شي.

اسحاق ‌ډار په دې اړه ویلي: « که اوسنی حکومت له پاکستان سره د زړه له تله او په پوره اخلاص کار وکړي او زموږ غوښتنو ته رسېدنه وکړي، نو زموږ د اقتصادي همکاریو، د سیمه‌ییز پيوستون لپاره هڅې به ډېرې پراخې شي او نه یوازې افغانستان به ترې پراخه ګټه پورته کړي، بلکې زموږ د ګډې سوکالۍ ګټې به منځنۍ آسیا او نورو هېوادونو ته هم وغځېږي.»

د پاکستان مرستیال لومړي وزیر سوله ‌ییز او باثباته افغانستان د پاکستان پر ګټه بللی او ویلي يې دي چې اسلام ‌اباد د کابل د ګټو تحقق لپاره ډېرې هڅې کړې.

محمد اسحاق ډار زیاته کړې، دا د دوی مشروع تمه او غوښتنه ده چې د افغانستان سرپرست حکومت اجازه ورنه کړي  چې افغان خاوره د پاکستان او نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

 د نوموړي په وینا، دغه کار نه یوازې د افغانستان کورنی امنیت تظمینوي بلکې له ګاونډیو سره یې اړیکې هم پراخوي.

د پاکستان بهرنیو چار وزیر په دې اړه ویلي: « موږ په دې باور یوو چې سوله ‌ییز، باثباته، یوموټی او هوسا افغانستان د پاکستان پر ګټه دی. موږ د افغانستان د ګټې لپاره په صادقانه ډول هڅې کړې. له همدې کبله دا زموږ مشروع تمه ده چې سرپرست حکومت هم ټول هغه اړین ګامونه پورته کړي چې افغان خاوره د ترهګریزو موخو لپاره د پاکستان په ګډون د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي. له دې مسالې ډاډ د افغانستان پر ګټه دی او سربېره پر دې چې کورنی امنیت یې ټینګوي، ترڅنګ یې له پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې هم ټینګوي.»

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوي پر مشرۍ د تېرې اپریل میاشتې پر ۱۹مه کابل ته راغلی و او د خپل سفر اصلي موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هغو غیر عادي اړیکو رغول بللي و چې په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې دواړو خواوو تجربه کړې وې.

د سیاسي چارو شنونکی وايي، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو جبري ایستل، سوداګریز او اقتصادي مسایل او د ترهګرۍ اړوند د تورونو لړۍ هغه لویې ستونزې دي چې د دواړو خواوو پر اړیکو یې سیوری غوړولی.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « که څه هم د افغانستان په اړه د پاکستان اعمالو دا ثباته کړې چې پاکستان باثباته، سوله ییز او قوي افغانستان نه غواړي؛ ځکه چې بیا دوی ته د لاسوهنې زمینه نه برابره کېږي، مګر دا چې دوی له یوې خوا تورونه لګوي چې افغان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي او بیا مشروع خبره کوي، نو افغانستان هم له دوی داسې مشروع غوښتنه کولی چې دا ډول تورونه باید د کره اسنادو له لرلو پرته ونه لګوي. که چېرې دوی په دې اړه ثبوتونه لري، نو وړاندې یې دې کړي چې پر وړاندې یې عمل وشي.»      

سرپرست حکومت که څه هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د تازه څرګندونو په اړه څه نه وايي، خو د  سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان ملکي او پوځي جوړښتونو ترمنځ له افغانستان سره د اړیکو په تړاو واحد نظر موجود نه دی او له همدې کبله ډېر کله د پاکستاني چارواکو په ورته څرګندونو باور نه شي کېدای.

د دوی په خبره، افغانستان د پاکستان په ګډون له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړي، خو د دې خلاف یادو هېوادونو تل په خپلو اړیکو کې دوګونی معیارونه او سیاست پاللي دي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد سلیم پیګیر وايي: « موږ تر اوسه د پاکستان د ملکي او نظامي حکومتونو ترمنځ واحد نظر نه دی لیدلی. افغانان تل چمتو دي چې له پاکستان سره ښې اړیکې، خو موږ داسې څه نه دي لیدلي چې ټول پاکستانیان دې له افغانانو سره د ښو مناسباتو غوښتونکي وي.»     

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر داسې مهال له افغانستان سره د اړیکو د ټینګښت خبره مطرح کوي چې د شنونکو په باور، پاکستاني چارواکو له دې وړاندې هم په ظاهره د اړیکو رغولو خبره کړې، خو په عمل کې یې د کره شواهدو له وړاندې کولو پرته، پر سرپرست حکومت د پاکستان ضد وسله ‌والو د ملاتړ تورونه پورې کړي او له جدي ستونزې پرته یې تل د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر وړاندې خنډونه ایجاد کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist