Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د لورې بند د ډېزاین او امکان سنجۍ پروژه پرانیستل شوه

کندهار کې د لورې بند د ډېزاین او امکان سنجۍ پروژه پرانیستل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/30

د رياست ‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د لورې بند د ډېزاين او امکان سنجۍ پروژه پرانيستله.

ملا برادر دغه پروژه د اوبو مديريت ته د سرپرست حکومت ژمنتيا نښه بولي او ډاډ ورکوي چې د بندونو جوړولو لړۍ ته به ادامه ورکوي.

 له دې سره، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور وايي، د اوبو مديريت په برخه کې د لورې بند رول مهم دی او د ډيزاين او براوورد له بشپړېدو سره به يې عملي کارونه هم پيل شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد وايي: « د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ د لورې بند د ډیزاین او سروې چارې د ۱۰۲ میلیونو افغانیو په پانګونې سره د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني براردار اخوند، د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست ملاعبدالطیف منصور، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست ملا خیرالله خیرخوا، ملي پانګوال حاجي بشر او د سیمې د ګڼ شمېر اوسېدونکو په حضور کې پرانیستل شو. د یادونې وړ ده چې قدرمنو مشرانو دغه پروژه د هېواد اقتصادي ودې، د اوبو مدیریت او د خلکو د سوکالۍ په برخه کې ارزښتمن ګام وګاڼه.»

د دغه وزارت په خبره، د پروژې د امکان‌ سنجۍ او تفصیلي ډیزاین د مطالعې چارې د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت یوه خصوصي شرکت ته سپارل شوي چې د ۱۸ میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist