د پوهنې وزارت مسوولين وايي، د هوا د تودېدو او د زده کوونکو د روغتيايي خوندیتوب په موخه به د هېواد په سړو سيمو کې ټول ښوونځي، د روان لمريز کال د چنګاښ له ۱۱مې تر ۱۵مې نېټې د پنځو ورځو لپاره رخصت وي.
د دغه وزارت ویاند منصور حمزه په دې اړه وايي، د څلور نيم مياشتنۍ ازموینې له پای ته رسېدو وروسته به هم د هېواد ټول ښوونځي د ۱۱ ورځو لپاره رخصت شي.
حمزه زیاتوي: « یاده رخصتي به د ۱۴۰۴ لمریز کال د چنګاښ میاشتې له ۱۱ نېټې تر ۱۵ نېټې پورې ادامه ولري. ټول طلاب او زده کوونکي مکلف دي چې د رخصتۍ له پای ته رسېدو وروسته د چنګاښ له ۱۶ نېټې خپلو څلور نیم میاشتنیو ازموینو ته په منظم ډول حاضر شي. همدارنګه د سړو سیمو او ولایتونو په ښوونیزو مرکزونو کې به د اوړي رخصتي د ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتې له لومړۍ نېټې پیل او همدې میاشتې تر ۱۱ نېټې ادامه ولري.»
په همدې حال کې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د هوا تودوالي له امله له ناروغيو او اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او خپلو ورځنيو کارونو ته سمه رسېدنه نه شي کولی.
د کابل ښار اوسېدونکی الفت وايي: « هوا د تېرو کالونو پرتله ډېره توده شوې او خلکو ته یې ځینې مشکلات پیدا کړي.»
د کابل اوسېدونکی محمد آغا وايي: « باید له ګرمۍ د ځان ساتلو لپاره لارې چارې ولټول شي، ځکه دوی عام اختلالونه لري.»
د کابل اوسېدونکی یعقوب وايي: « له حکومت غوښتنه کوو چې د برېښنا په خپل وخت ورکړي، ځکه هوا توده شوې، درس او خوب نه شو کولی او اړتیا ده چې برېښنا ولرو.»
په همدې حال کې، ډاکټران وايي، د اوړي په موسم کې د هوا د درجې لوړوالی انسان په ګڼو ناروغیو اخته کوي او خلکو ته یې روغتیايي سپارښتنې کوي.
ډاکټر کمین صافی په دې اړه وايي: « په دې ډول حالاتو کې د ګرمۍ دوه نښې دي، هغه دا چې فشار ټیټوي او د بدن مایعات کموي.»
ډاکټر عبدالرازق احمدزی وايي: « له دې د مخنیوي لپاره باید د لمر ضد کریمونه وکاروو او داسې جامې واغوندو چې په کې راحت اوسو. د دې لپاره کاتن او نخي تیکې ښې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ( ایف.اې.او) د نړیوالې هوا پېژندنې د مالوماتو له مخې لیکلي چې د ۲۰۲۵زېږدیز کال د جولای له لوموړۍ تر ۳مې نیټې به د ګرمې هوا خطرناکه څپه افغانستان وځپي او ښايي انسانانو، کرنیزو حاصلاتو او حیواناتو ته زیان ورسوي.
یاد سازمان پرخپله اېکس پاڼه لیکلي: «ټاکل شوې په افغانستان کې د ګرمۍ درجه له عادي کچې ۲ تر ۱۰ سانتي ګراد پورې لوړه شي. دا ګرمي به په جنوب، ختیځ او شمال کې ممکن له ۴۵ سانتيګراد درجو واوړي. دا د انسانانو، حیواناتو او کرنې لپاره یو جدي ګواښ دی.»
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د ګلخانهیي او مضرو ګازونو په تولید کې ونډه نه لري، خو له زیانونو یې تر نورو زیات اغېزمن دی.