Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان د غلام خان بندر تړلی

پاکستان د غلام خان بندر تړلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/30

د غلام خان بندر چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ یوه له لویو لارو ده، د پاکستان تازه پرېکړې په پربنسټ د سوداګرۍ پر مخ تړل شوې.

د خوست ځايي مسوولین هم د پاکستان له لوري د ياد بندر تړل تایيدوي، خو زياتوي چې د لامل په اړه يې ورسره مالومات نه دي شريک شوي.

د خوست والي ویاند  مستغفر ګربز وايي: « غلام خان بندر لاره د پاکستاني لوري له خوا د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې. پاکستاني لوري د لارې بندولو علت په خپله خاوره کې نا امني ښودلې.»

د سرحدي پولیسو ویاند عابدالله فاروقي وايي: « دوی مسوولینو ته ویلي چې په یاد بندر کې موجوده او منتظر موټر باید د بل بندر له لارې تېر شي. زموږ مسوولینو هڅه کړې چې دا مشکل د تفاهم له لارې حل کړي.»

په ورته مهال، د خصوصي سکټور استازي د پاکستان له لوري د غلام خان بندر تړلو لامل په قبايلي سيمو کې ناامني يادوي او زياتوي چې د بېرته پرانيستلو په تړاو يې له پاکستاني لوري سره خبرې دوام لري.

دوی دا اټکل هم کوي چې د غلام خان بندر بندېدو په صورت کې ښايي د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد له امله د تورخم او سپين بولدک پر لارو ګڼه ګوڼه زياته شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي: « دا زموږ لپاره ډېر لوی زیان دی، ځکه چې زموږ مالونه په ډېرې اسانۍ له دې لارې ځي، خو اوس به ټول بوج په ډنډ پټان او تورخم باندې راشي. زموږ مالونه په درېیو استقامتونو تلل، خو د دې لارې په بندېدو سره به له دوو لارو ځي.»

د اقتصادې چارو شنونکي وايي، افغانستان او پاکستان له کلونو راهیسي په خپل منځ کې پراخه سوداګري لري، خو سیاسي ستونزو دغه سوداګري بې خونده کړې.

د دوی په خبره، پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکي د سیاسي ستونزو قربانې کړې دي او تل يې هڅه کړې چې د دواړو غاړو سوداګرو ته مالي زیانونه واړوي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « متأسفانه پاکستان هغه هېواد دی چې د افغانستان ډېرې تجارتي اړیکې له دوی سره دي. له دوی سره زموږ د تجارت اندازه په کال کې تر دوه میلیارد ډالرو رسېږي، خو دا تجارتي اړیکې د مختلفو ستونزو له امله ټکنۍ شوې دي.»

پاکستان له دې وړاندې د تورخم او سپين بودلک په څېر مهمې ټرانزيټي لارې هم څو ځله تړلې دي. د شنونکو په باور، پاکستان دا کار هغه مهال کوي چې په افغانستان کې د مېوو حاصلات ترلاسه او سوداګر يې پاکستان او يا د دې هېواد له لارې نورو هېوادونو ته د صادرولو نیت وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist