Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هېواد کې وروستیو سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي

هېواد کې وروستیو سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/29

د هېواد په اوو ولايتونو کې د سېلابونو تازه څپې خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

دغه سېلابونه جمعه د شپې پرمهال د کابل، پنجشېر، لوګر، لغمان، خوست، ننګرهار، میدان وردګو او بغلان ولایتونو په ځينو برخو کې راوتلي دي.

د لوګر په دشت بهاري، راهې خوشي، الوخېلو، کمال خېل، تنګي واغجان سيمو کې سېلابونو کرنيزې ځمکې ویجاړې کړې او ترڅنګ یې د ځايي اوسېدونکو کورونه هم سطحي ويجاړ کړي دي.

د لوګر اوسېدونکی محمد شاکر وايي: « موږ دلته د کوچنیانو مکتب سره پراته یو. شاوخوا ۱۱ بجې تېز باران او وروسته سېلاب راغی. ما یوازې خپل ماشومان وایستل، کور او د کور سامان مې سېلاب یوړل.» 

د مېدان وردګو سیمه ‌ییز چارواکي هم په دې ولایت کې د درنو ورښتونو خبر ورکوي او زياتوي چې د سلابونو راوتلو له امله په نرخ، چک، سیداباد او دایمیردادو ولسوالیو کې خلکو ته مالي زیانونه اوښتي.

همدارنګه د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، دې ولسوالۍ کې شدید بارانونه ورېدلي چې په پايله کې يې د راوتلو سېلابونو له امله ځمکې او فصلونه زیانمن شوي دي.

د دوی په خبره، د یادو بارانونو او سېلابونو له امله د ننګرهار ډېرو سیمو کې شاوخوا ۵۰۰ جرېبه کرنيزه ځمکه زیانمنه شوې ده.

د  ننګرهار اوسېدونکی نوید مایار وايي: « دلته په ځينو ساحو کې شاوخوا ۵۰۰ جریبه ځمکه تخریب شوې. له حکومت غوښتنه کوو چې له زیانمنو سره مرسته وکړي.»

افغانستان یو کرنیز هېواد دی، خو د معیاري کرنیز سیسټم نه لرل د دې لامل شوي چې کروندګر د طبیعي پېښو له امله زیانمن شي.

ځينې زیانمن شوي کسان له سرپرست حکومت او مرستندویانو د مرستې غوښته کوي.

سېلاب ځپلی عرفات وايي: « دا کور چې تاسو ګورئ، دا تېره شپه سېلاب ویجاړ کړی. د دې ترڅنګ نور کورونه او یو محراب جومات هم ویجاړ شوي. له حکومت غوښتنه کوو چې د ویجاړو شویو کورونو په جوړولو کې همکاري وکړي.»

له طبيعي پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې مسوولین وایي، په څو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله ۲  تنو ژوند بايللی او ۵  تنه نور ټپيان شوي دي.

دوی زیاتوي، څه باندې ۱۰۰کورونه او ۶زره ۲۰۰ جرېبه کرنیزه ځمکه هم د دغو ورښتونو او سېلابونو له امله ویجاړه شوي دي.

له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رییس محمد یوسف حماد وايي: «  له پېښو سره د مبارزې ریاستونو د لومړنیو معلوماتو له مخې، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د بارانونو او ورښتونو له امله دوه کسان شهیدان شوي، دوه کسان ټپیان شوي، له ۱۰۰ زیات کورونه په بشپړه یا جزئي بڼه ویجاړ شوي او شاوخوا ۶ زره ۲۰۰ جریبه زراعتي ځمکې او حاصلات له منځه تللي. په کابل، پنجشېر، خوست لوګر، میدان وردګو او لغمان ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو کسانو ته د سروې او همهاله د غبرګون پروسه پيل شوې ده.»

د حماد په خبره، د طبیعي پېښو د مخنیوي لپاره په ټولو ولایتونو کې پوره چمتووالی نیول شوی او د يادې ادارې مرستندویه ټیمونه هڅه کوي چې د احتمالي پېښو پرمهال خلکو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

محمد یوسف حماد په دې اړه وايي: « د یادونې وړ ده چې د حمل میاشتې له پیل د جوزا تر پایه پورې، له بده مرغه د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله نږدې ۷۶۵ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي، ۱ زر ۹۵۸ کورونه په جزئي ډول ویجاړ شوي، شاخوا ۳۴ زره ۴۸۷ جریبه ځمکې او حاصلات له منځه تللي او ۶۶۲ لمریزې تختې ویجاړې شوې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کالونو کې خلک د اقلیمي بدلون له امله له ورته طبيعي پېښو او له وچکالۍ سره مخ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist