Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

فطرت: افغانستان په ۱۳۰ برخو کې بشپړ او په ۱۰۰ نورو کې نیمه ځان بسیاینې ته رسېدلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/29

که څه هم افغانستان د يوه مصرفي هېواد په توګه له بهر پر وارداتو تکيه دی، خو صادرات هم لري چې ډېره اندازه يې وچې او تازه مېوې او موسمي محصولات دي.

تازه سرپرست حکومت په یو شمېر برخو کې په بشپړه توګه ځان بسياينې ته د افغانستان رسېدو خبر ورکوي او زياتوي چې افغانستان دا مهال ۱۳۰ برخو کې په بشپړه توګه او په شاوخوا ۱۰۰ نورو برخو کې نيمه ځان بساينې ته رسېدلی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « په ټول هېواد کې شاوخوا ۶ زره صنعتي فابریکي په رسمي ډول فعالیت کوي چې پر مټ یې اوس مهال افغانستان په ۱۳۰ برخو کې بشپړې او په ۱۰۰ نورو برخو کې نیمه خودکفايي ته رسېدلی.»

فطرت زیاتوي، اوس ‌مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۶ زره صنعتي کارخونې فعالیت کوي چې پر مټ یې ۵۷۰ ډوله توکي تولیدېږي او نږدې ۱۳۵۰۰۰ کسان په کې په مستقیم ډول پر کار بوخت دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند په دې اړه وايي: « دغه  کارخونې ۵۷۰ ډوله توکي لکه اوړه، غوړي، مالګه، درمل، اوسپنه، فولاد، سیمنټ، کیمیاوي او محصولاتي توکي او داسې نور مواد تولیدوي. په دغو فابریکو کې شاخوا ۱۳۵ زره هېوادوالو ته په مستقیم ډول کاري مصروفیت پیدا شوی.»

د اقتصادي چارو شنونکي بیا د لوږې او بېوزلۍ په ختمولو کې د کارخونو رول مهم بولي او ټینګار کوي چې سرپرست حکومت يې باید د فعاليت پراختيا لپاره د کارخونو او صنعتکارانو ستونزې حل کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالصادق حمیدزوی وايي: « اسلامي امارت ته په کار ده چې په دې برخه کې پوره توجه وکړي، برېښنا، مواد، ماشینري او معافیت هغه ګامونه دي چې داخلي او بهرني پانګوال هڅوي چې دلته پانګونه وکړي.»

د پوهنتون استاد صمیم جاهد وايي: « افغانستان باید په ډېرو برخو او په ځانګړې توګه تولیدي برخو کې ځان بسیاینې ته ورسېږي، ترڅو له دې لارې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه افغانانو ته د کار زمینه برابره شي. په کار دا ده چې هغو برخو کې چې لوړې معلوماتي ټېکنالوژۍ ته اړتیا لري، داخلي او خارجي پانګونه جذب کړو، ترڅو وزګارو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.»

صنعتکارانو ته د ځمکو وېش، د اړتیا وړ خامو موادو برابرول، له بهر پر واردېدونکو خامو موادو او ماشین الاتو تعرفې ټیټول، د کورني صنعت د پیاوړتیا په موخه په کور دننه او بهر د نندراتونو جوړول هغه غوښتنې دي چې ډېر کله د صنعکارانو له خوا مطرح او سرپرست حکومت یې په دې نوي راپور کې د حل ډاډ ورکړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist