د سمنګان ولایت په خلم ولسوالۍ کې له یوې میاشتې راهیسې دوامداره زلزلې کېږي.
د خلم ولسوالۍ په یوه کلي کې پرله پسې زلزلو لویان، ماشومان او ښځې سختې وېرولي دي. د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، لومړی چاودنه وشوه او اوس هرو څو دقیقو کې زلزله کېږي.
د سیمې اوسېدونکي محمد ناصر وايي:« لومړی یوه درنه چاودنه وشوه او ځمکه یې وښوروله؛ اوس هرو لسو تر شل دقیقو ځمکه ښوري. ترټولو زوروره چاودنه یې د شپې یوولس بجې وه چې موږ ډاګ ته ووتلو. خلکو باندې مې غږ وکړ چې ووځئ او اړ دي چې شپې په دښته کې تېرې کړي.»
د سیمې بل اوسېدونکی محمد اسماعیل وايي: « ډېر زړه بوږنوونکی غږ یې وکړ. موږ فکر کاوه چې ځمکه راباندې چوي، باور په خدای شپه مو په دوه پښو ناسته تېره کړه. دا مو ویل چې داسې صحنه دې خدای په هېڅ مسلمان نه راولي. شپه مو په ډېر وحشت سبا کړه، د حرکت توان را کې نه شته»
د سیمې اوسېدونکی زمری وايي: « مسوولین باید تخنیکي ټیمونه او انجینران را ولېږي. د دې محل په اوسېدونکو ډېر بد خطرونه تېر شول. موږ له مرکزي حکومت غواړو چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي. زه خپله شاهد یم د شپې په را رسېدو سره د سیمې خلک له خطر نه د بچ کېدو په موخه دښتې ته وځي.»
د سیمې اوسېدونکی سلیم هم ورته خبره کوي: « د شپې دښتو ته ووځو او د ورځې بېرته کلي ته راځو؛ ځکه ډاګ کې ګرمي ده. زیاتره کسان څه نه لري چې ځانته سیوری جوړ کړي. ماشومان او ښځې مو په وېره کې دي. په خونو کې له وېرې کېناستلی نه شو.»
د دې پېښې رامنځته کېدو سره کلي ته څېرمه غرونه چاودلي او ورځ تربلې د پراخېدو په حال کې دي.
سیم ییز مسوولین هم د پېښې پخلی کوي او وايي، د پېښې سیمه یې له نږدې کتلې او موضوع یې له اړوند ادارو سره شریکه کړې او د تعقیبولو ډاډ ورکړل شوی دی.
د سمنګان ولایت د خلم ولسوال عبدالقادر حامد وايي: « د زلزلې علایم ما په خپلو سترګو ولیدل. کوم غرونه چې کلي ته څېرمه پراته دي، چاودلي او ورسره په یو شمېر کورونو کې خونې چاودلې دي. موږ دغه موضوع له لوړ مقامونو سره شریکه کړه. له ولایت پلاوی راغی ساحه یې ولیده او ستونزې ته د حل لارې موندلو ژمنه یې وکړه.»
خوش توت د سمنګان ولایت خلم ولسوالۍ هغه غرنۍ سیمه ده چې په کې د مېشتو وګړو شمېر یې شاوخوا زر تنو ته رسېږي، خو له میاشتې ډېر وخت اوړي چې استوګن خلک یې له وېرې شپې په دښتو تېروي.