د بغلان ولایت خنجان ولسوالۍ ترکان کلی هغه سیمه ده چې شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ په کې ژوند کوي خو اوسېدونکي یې د ژوند ګڼو اسانتیاوو ته له نه لاسرسي شکایت کوي.
د روغتیايي مرکز او ښوونځیو لپاره د معیاري ودانیو نه شتون، د سړکونو خراب والی او برېښنا ته د لاسرسي نه لرل یې اساسي ستونزې دي.
دوی وايي، د داسې پېښو شاهد هم دي چې په کې د روغتیايي مرکزونو نه شتوالي یا لرې والي له امله مېندوارو ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د سیمې اوسېدونکی وزیر محمد وايي:« هر کال د کلینیک نه شتون له امله مو مېندواره ښځې خپل ماشو م او ژوند له لاسه ورکوي. د داسې پېښو شاهدان یو چې یو یا دوه نه بلکې لسګونو مېرمنو خپل ماشومان له لاسه ورکړي. هغه ناروغان تر ولسوالۍ پورې نه رسېږي چې شدیدې ناروغۍ ولري.»
د سیمې یو بل اوسېدونکی حشمت الله بیا وايي:« موږ ډېرې ستونزې لرو، ښوونځیو کې مو ماشومان ګرمه هوا کې تر خېمو لاندې په خورا ستونزمن حالت کې زده کړې کوي. همدا راز له برېښنا محروم یو، سړکونه مو خراب دي.»
دغه سیمه که څه هم له مرکز په کمه اندازه یا پنځه کیلو متره فاصله کې موقعیت لري خو د ځايي اوسېدونکو په خبره حکومت ورته چندان پام نه کوي ځکه خو یې په خپله بودیجه ځینې لارې او پلونه رغولي دي.
په همدې حال کې د دې سیمې اوسېدونکي د یو شمېر عام المنفعه پروژو د پلي کولو لپاره د سرپرست حکومت او همکارو موسسو جدي پاملرنه غواړي.
د سیمې یو تن اوسېدونکی نازکمیر وايي:« حکومت دې له موږ سره همکاري وکړي. زموږ د سیمې اوسېدونکو حال مو ولېده، ښوونځي نه لرو، ماشومان مو له زده کړو محروم دي، کلینیک نه لرو او د ژوند له ګڼو اسانتیاوو بې برخې یو. د اسلامي امارت له مسوولینو د همکاریو غوښتنه کوو.»
د سیمې یو بل اوسېدونکی سید امین وايي:« زما غوښتنه له حکومت او همکارو موسسو دا ده چې موږ ته دې په سیمه کې یو باب ښوونځی او کلینیک جوړ کړي او برېښنا ته د لاسرسي په برخه کې هم د دوی جدي پام غواړو.»
په ورته وخت کې د ټولګټو چارو وزارت چارواکي بیا د خپلو فعالیتونو ترڅنګ راتلوونکې کې د هېواد په ځینو سیمو کې د یو شمېر پروژو پلي کولو خبره کوي او وايي،له دې پروژو سره به یادې ستونزې راکمې شي.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي:« هر کال ګڼ شمېر پروژې له خصوصي سکټور سره قرارداد کېږي. د سړکونو د ساتنې او څارنې په اړه د ټولګټو چارو وزارت مرکزي او ولایتي ریاستونو اړوند ټیمونه څارنه ترسره کوي. هېوادوال دې ډاډه وي چې د ټولګټو چارو وزارت تل هڅه کوي ترڅو د لویو لارو شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.»
له دې ټولو سره، ومو غوښتل چې د سیمې اوسېدونکو شته ستونزو او غوښتنو په اړه د بغلان ولایت سیمه ییزو چارواکو نظر هم واخلو خو له بار بار هڅو سربېره یې ځواب رانه کړ.