د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ قومي مشرانو د یوې غونډې پرمهال د دې ولسوالۍ په لرې پرتو سیمو کې د پوهنې پر وړاندې شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او وویل، په دې برخه کې کار نه دی شوی.
دوی وايي، د دې ولسوالۍ څلور سیمې سیلیمان خېل، ګیره خېل، پچیر او فننګزي هغه سیمې دي چې اوس مهال ماشومان په کې زده کړو ته ډېر محدود لاسرسی لري.
د پچیراګام ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی امنت با الله وايي: « د پچیراګام ولسوالۍ سلیمانخېل، ګیره خېل، پچیر، فننګزي دا تنګي چې، کوم دي دلته د تعلیم برخه کې ډېر کم کار شوی.»
د سیمې یو بل اوسېدونکی شاه محمود وايي: « دلته ډېرجنګونه وو، نو د تعلیم داسې ډېره خاصه توجه ورته نه وه. د اوس لپاره چې له ډیورڼډ فرضي کرښې سره موږ درې سرحده لرو، نو دلته د ټولګیو او معارف په برخه کې ډېر اشد ضرورت دی. هغه که صنفونه وي که تعمیر وي، اوس موږ ورسره ډېر مشکل کې مخ یو او زده کوونکي مو تر شنه آسمان لاندې ناست دي.»
د پچیراګام اوسېدونکي دغه راز وايي، اوس مهال یې سیمه کې له دولتي ښوونځیو سربېره د بېلابېلو تعلیمي موسسو له خوا پیل شويو محلي ټولګیو د دوی د ماشومانو په روزنه کې ښه نتیجه ورکړې او باید یادو سیمو کې هم دغه شان ټولګي جوړ شي.
د پچیراګام اوسېدونکی خلیل انځور وايي: « غوښتنه مو داده چې دا پروګرامونه نور هم وغځول شي. هغه ولسوالۍ چې دولتي مکتبونو نه لرې دي، دلته باید کلیوالي ښوونځي او محلي ټولګي جوړ شي، ترڅو زموږ راتلونکی نسل په عصري علومو سمبال شي.»
د سیمې یو بل اوسېدونکی شاه محمود وايي: « غوښتنه مو داد ه چې موږ ځینې ساحې لرو چې هغه لرې دي او تقریبا د ولسوالۍ له مرکز نه له ۳۰ تر ۳۵ کیلو مټرو واټن لري. د دوی لپاره که دغه نوي صنفونه ایجاد شي، نو نتیجه به یې ډېره ښه وي.»
په همدې حال کې د یادې ولسوالۍ د پوهنې آمریت مسوولین هم د خلکو ستونزې مني، خو د حل برخه کې یې له لوړ پوړو مقاماتو سره د موضوع د شریکولو او د هغوی له ادرسه د ستونزې د حل ډاډ ورکوي.
د مسوولینو په خبره، اوس مهال په پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو تعلیمي موسسو پر مټ ۵۱ محلي ټولګیو کې زرګونه زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.
د پچیر اګام ولسوالۍ د پوهنې آمر محمود زاهد وايي: « په پچیراګام کې ۵۱ محلي ټولګي لرو چې ۲۱ یې د ودان او ۳۰ یې د ارو موسسې له خوا مخ ته وړل کیږي. دې ټولګیو په پچیراګام کې ډېره مثبته نتیجه ورکړې؛ ځکه پچیراګام یوه غرنۍ علاقه ده او شاګردان مکاتبو ته رسېدنه نه شي کولی او ترې لرې وي.»
پچیراګام د ننګرهار له هغو ولسوالیو ده چې په تېر کې به ترې د جګړې راپورونه ډېر ورکول کېدل او د اوسېدونکو په خبره یې، د همدغو جګړو له امله له پرمختګه لرې پاتې وه.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکی اوس ټینګار کوي چې د امن په راتګ سره باید سرپرست حکومت ورته پاملرنه زیاته کړي.