په هرات ولایت کې کروندګرو د یو غونډې کې د وچکالۍ له امله لیدلو زیانونو په اړه خپلې اندېښنې او د سلما بند د اوبو خوشې کولو غوښتنې له مسوولینو سره شریکې کړي.
کروندګر وایي، سږ کال د وچکالۍ له امله یې کښتونه زیانمن شوې او حاصلات یې کم شوي.
دوی د اوبو پر سالم مدیریت او عادلانه وېش ټینګار کوي.
ګروندګر میر اغا وايي:« تاسو پوهیږئ چې سږ کال وچکالي وه ورښتونه نه دي شوي او اوبه کمې شوي، د څاګانو اوبه ټیټې شوي. سږ کال کله چې له سلما بند اوبه خوشې شوې، ښه وخت وو او خلکو ترې ښه ګټه پورته کړه. موږ غوښتنه کوو چې بیا دې د سلما بند اوبه خوشې شي.»
په همدې حال کې د هرات د پاشدان بند کې د اوبو ذخیره کولو لړۍ هم کروندګرو ته هیلې زیاتي کړي.
دغه ولایت کې د اوبو ګټې اخیستونکو انجمنونو مسوولین وایي، که د سلما بند ترڅنګ د پاشدان بند اوبه سالم مدیریت شي د ښار شنې ساحې پراختیا او د کروندګرو اوبو کمښت ستونزي حل کې به مرسته وکړي.
د هرات انجیل ولسوالۍ د جوی نو اوبو څخه ګټه اخیستونکو انجمن رییس غلام حبیب هاشمي وايي:« که موږ وکولی شو د دغه بند اوبه سم مدیریت کړو او ترې سمه ګټه واخلو دا به د شنې ساحې پراختیا، چاپیریالي ستونزو کمښت لپاره ګټورې تمامې شي.»
له دې ټولو سره سره د هریرود- مرغاب سندیزي حوزې مسوولین بیا سلما بند کې د اوبو کمښت خبر ورکوي او ټینګار کوي چې د اوبو کمښت ستونزې حل په موخه باید اوبو لګولو لپاره څاڅکي سیستمونه او نور ذخیروي بندونه جوړ او خلګ هم باید اوبو لګولو برخه کې سپما وکړي.
د هریرود- مرغاب سیندیزي حوزې رییس سید عبدالسلام مستوفي اغا وايي:« زموږ اوبه لږ دي تیرو کې موږ هڅه وکړه او ۸ ولسوالیو کې مو کانالونه نیم اوبه کړه، دا زموږ د کرنیزو ځمکو پر پراختیا دلالت کوي او موږ باید لسګونه نور بندونه جوړ کړو تر څو مو کرنیزي ځمکې خړوبې شي.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د سلما بند د ۴۵ ورځو لپاره ۴۵۰ میلیونه متر مکعب اوبه د ۱۰۰ زره هکتاره کرنیزې ځمکې خړوبولو لپاره ۱۰۰ کانالونو کې خوشې شوې وې.