Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: تېرو پنځو میاشتو کې له یو میلیون ډېر افغانان کډوال شوي

ملګري ملتونه: تېرو پنځو میاشتو کې له یو میلیون ډېر افغانان کډوال شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/26

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ(یو.اېن.اېچ.سي.آر) په یوه راپور کې ویلي، د ۲۰۲۵ زېږدیز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې شاوخوا ۱.۲ میلیونه افغانان پاکستان او ایران ته کډوال شوي.

راپور کې ویل شوې، د  دغو کسانو ډېره برخه د امنیتي اندېښنو، د ښځو پر کار او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده ‌کړو د بندیز، بېوزلۍ کچې لوړېدو او په افغانستان کې د لومړنیو خدماتو د نه شتون له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

د راپور یوه برخه کې راغلي: « د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نېټې د مې میاشتې تر ۳۱ مې نېټې شاوخوا ۱.۲ میلیونه تنه افغانان له قانوني او غیری قانوني لارو پاکستان او ایران ته کډوال شوي. له دې جملې شاوخوا ۴۵۰ زره کسان ایران ته او ۷۲۲ زره کسان پاکستان ته تللي.»

د ملګرو ملتونو اړوند کډوالۍ سترې کمېشنرۍ د راپور په یوه بله برخه کې ویل شوي، د ۲۰۲۴ زېږدیز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې شاوخوا ۹۰۰ زره کسان ایران او پاکستان ته کډوال شوي وو.

له بلې خوا، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وایي، که څه هم په پاکستان کې یې ستونزې زیاتې شوې، خو په افغانستان کې د کاري فرصتونو نه شتون او د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولی بېرته افغانستان ته ستانه شي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال حاجي نظر خوګیاڼیوال وايي: « د پاکستان سفران وزارت چې کوم دی امیرمقام صیب، هغه له پارلمان د افغان مهاجرینو د ایسارولو غوښتنه کړې، خو له بده مرغه پارلمان دا پرېکړه نه ده کړې چې افغان کډوال به څومره په پاکستان کې پاتې کېږي، ښايي د دوه یا شپږو میاشتو لپاره یا هم ښايي د پاکستان حکومت ټول افغان کډوال په ظالمانه شکل وشړي. که دا کډوال په یوځل افغانستان ته لاړ شي، د دوی لپاره هلته هېڅ ډول د کاروبار زمینه نه شته.»

په ورته مهال د کډوالو د حقونو یو شمېر مدافعین وایي، په ایران او پاکستان کې افغان کډوال له زیاتو ستونزو سره مخ دي او له دې سره په یادو هېوادونو کې د افغانانو د ایستلو ضرب الاجل هم نږدې شوی چې همدې چارې خپله افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د کډوالو حقونو فعال صدیق الله کاکړ وايي: « هغه افغانان چې دلته کاروبار لري، هغوی هم په تشویش کې دي د جون له ۳۰ مې وروسته به د دوی د اوسېدلو پروسه نوره وغځول شي که نه. دلته اوس هم د افغانانو د نیولو او ځورولو پېښې کېږي، خو د تېرو کالو په پرتله کمې دي. د افغانانو وضعیت ته په کتو، د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ له طرفه په دې اړه تشویش او هڅې پیل شوې دي.»

هڅه مو وکړه د دې موضوع په تړاو د سرپرست حکومت نظر هم له ځان سره ولرو، خو له پرله پسې اړیکو سره یې زموږ اړیکې ځواب نه کړې.

 له دې وړاندې د اسلامي امارت چارواکو ویلي، راستنېدونکو کډوالو ته له کاري فرصتونو سربېره، ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist