Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان دفاع وزير: د سولې نوبل جايزې لپاره له ټرمپ بل مناسب غوراوی نه شته

د پاکستان دفاع وزير: د سولې نوبل جايزې لپاره له ټرمپ بل مناسب غوراوی نه شته

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/26

امريکا ته د پاکستان پوځ لوی درستز عاصم منير له سفرسره سم، د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ کال د سولې نوبل جايزې ته يې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ رسما نوماند کړ.

خو له دې څو ورځې وروسته د پاکستان له لوري يادې جايزې ته نوماند شوي ډونالډ ټرمپ پر ايران بريد وکړ او په دې توګه يې د پاکستان اراده او پرېکړه د سولې او جګړې ترمنځ له تضاد سره مخ کړه چې پر وړاندې يې د پاکستاني سياستوالو ترمنځ اختلاف زيات او د يادې پرېکړې د بېرته اخيستلو غوښتنې یې مطرح کړې.

خو پر دې حساسيتونو سربېره هم د پاکستان دفاع وزير په يوه تازه مرکه کې د سولې نوبل جايزې ته ډونالډ ټرمپ تر بل هر چا مناسب کس ياد کړی او ويلي يې دي چې نوموړي وکولی شول د ايران او اسرایيلو جګړه ودروي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي: « موږ د سولې نوبل جایزې ته د ډونالډ ټرمپ په نوماندولو لا هم باوري یو؛ ځکه هغه د هند او پاکستان او اوس د ایران او اسراییلو ترمنځ یوه تاریخي اوربند ته لاره جوړه کړه. تاسې پوهېږئ چې د ایران او اسراییلو ترمنځ جګړه لا پراخېده، خو ټرمپ یې مخه ونیوله. هغه د یوې جګړې پر ځای د دوو تاریخي جګړو مخه ډپ کړه او دا یو بې ‌ساری ګام دی.»

له دې وړاندې د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د سولې نوبل جايزې ته د پاکستان له لوري د ډونالډ ټرمپ نومولو پرېکړه ننګولې وه او د شهباز شريف پرمشرۍ يې د دې هېواد له حکومت غوښتې و چې پر ايران د بريد او پر تاوتريخوالي د لاس پورې کولو له امله د ټرمپ په اړه کړې پرېکړه بېرته واخلي.

فضل الرحمن په دې اړه ویلي: « د ټرمپ له لاسونو څخه همدا اوس په افغانستان کې د مسلمانانو د وژلو له وجې وينې څاڅي. همدارنګه د عراق، فلسطين او پر ايران د بريد له امله يې لاسونه د خلکو په وينو سره دي. ټرمپ د وينې بهولو لامل شوی او نړيوال قوانین يې نقض کړي دي. موږ په ښکاره د ايران ملاتړ کوو، که د ايران ملاتړ ونه کړو، نو د اسرایيلو ملاتړ وکړو؟»

د پوځي چارو شنونکي په تېر کې د امريکا د ګټو پر وړاندې د پاکستان رول ته په اشارې وايي، ښايي په راتلونکي کې هم د امريکا د ګټو تحقق لپاره پر تشدد ولاړې ځينې پروژې وسپارل شي او له همدې کبله د پاکستان پر پرېکړې د نيوکې ترڅنګ ټرمپ د سولې نوبل جايزې لپاره وړ نه بولي.

د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « له بلې خوا، د ټرمپ په راتګ سره په منځني ختیځ او منځنۍ آسیا کې د ایران او اسراییلو ترمنځ جګړه په خپله یو جنایت دی. په هېڅ صورت دا امکان نه لري چې ټرمپ ته د نوبل جایزه ورکړل شي؛ ځکه چې ټرمپ خپله امریکا کې هم د جنايي جرمونو څو دوسیې لري او له همدې امله ویلی شم چې د پاکستان د دفاع وزیر خبره د تمسخر او خندا وړ ده.» 

ځينې نور بیا د ټرمپ نومونې په اړه د پاکستان دفاع وزیرڅرګندونې نمایشي بولي او ټینګار لري چې پاکستان اوس مهال په سیاسي، اقتصادي، امنیتي برخه کې له ننګونو سره مخ دی او نوبل جايزې ته د ولسمشر ټرمپ نوماندولو په څېر له تاکتيکونو امريکا ته د ځان نږدې کولو هڅه کوي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیرانګار وايي: « دا یو نمایشي او فرصت طلبانه حرکت دی او هدف یې ځان ته د نړیوالو پام اړونه او له حالاتو سیاسي امتیاز اخیستنه ده. پاکستان هېڅکله په سیمه کې د سولې په تړاو صداقت نه لري»

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « ټرمپ په خپل ځای پرېږده، زما په اند د نوبل جایزه باید هېڅ امریکايي ته ورنه کړل شي. د همدوی له لاسه د نړۍ ډېر هېوادونه د جګړې په دروازه کې ولاړ دي. نړیوال بشري، اقتصادي او سیاسي ناورینونه ټول د دوی له لاسه دي.»

پاکستان داسې مهال د امريکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ د سولې نوبل جايزې لپاره نوماند کړی چې دوې میاشتې وړاندې د بشري حقونو د نقض له امله د امريکا کانګرېس ته د پاکستان د پوځ لوی درستیز پرسفر د بندیز ارزونې طرحه سپارل شوې.

عاصم منير که څه هم د سفر په برخه کې له محدوديت سره مخ دی، خو پر دې سربېره يې هم په روانه جون میاشت کې په سپينه ماڼۍ کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د غرمې ډوډۍ وخوړه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist