Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بښنې نړیوال سازمان خبرداری؛ پاکستان ښايي راتلونکو ورځو کې تر یو میلیون افغان کډوال په زور اخراج کړي

د بښنې نړیوال سازمان خبرداری؛ پاکستان ښايي راتلونکو ورځو کې تر یو میلیون افغان کډوال په زور اخراج کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/26

په داسې حال کې چې له پاکستان او يرانه د افغان کډوالو د اخراج لړۍ دوام لري، تازه د بښنې نړيوال سازمان ويلي، دغه لړۍ به په ځانګړې توګه له پاکستانه د افغانانو د اخراج له بلې څپې سره لا چټکه شي.

یاد سازمان د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، په پاکستان کې د مېشتو هغو افغان کډوالو د اوسېدنې قانوني موده د روانې جون مياشتې تر وروستۍ نېټې پای ته رسېږي چې د کډوالو په توګه د راجسټر کارټونه(پي.او.آر) ورسره دي.

د بښنې نړيوال سازمان غوښتنه کړې چې پاکستاني چارواکي دې له زغم کار واخلي او د کډوالو پر وړاندې دې له ناوړه چلن ډډه وکړي.

د راپور یوه برخه:« په وروستي پړاو کې هغه کسان په نښه کېږي چې د پي.او.آر کارتونه ولري. دا هغه کارتونه دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې له ‌خوا صادر شوي دي. دا ټول لږ تر لږه ۱.۴ میلیونه کسان دي چې د جون پر۳۰ مه نېټه یې د کارتونو وخت پای ته رسېږي.»

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان غوښتي چې کډوالو ته دې وخت ورکړي او په تدریجي ډول دې يې افغانستان ته واستوي.

هڅه مو وکړه په دی اړه له پاکستان سره د شویو بحثونو په اړه د سرپرست حکومت د مسوولینو نظر هم واخلو، خو زموږ اړیکې يي ځواب نه کړې.

بله خوا د سیاسي چارو شنونکي پاکستان تورنوي چې له یوې خوا له نړیوالو د کډوالو په خاطر میلیاردونه ډالر بودیجه اخلي او له بلې خوا کډوالو سره ناوړه چلن کوي.

دوی وايي، پاکستان نه یوازې د کډوالو برخه کې بلکې په ډېرو نورو مسایلو کې هم له افغانستان سره دوه مخی چلن کوي.

د سیاسي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « پاکستان نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي، که دا د مهاجرینو کمېټې دي، که د څار کمېټې دي، که د بشري حقونو کمېټې ټول یې تر پښو لاندې کړي او هغوی هم په دې اړه هېڅ اکشن نه اخلي، باید اکشن واخلي او مهاجرین په داسې وخت کې راولېږي چې دلته ستونزې نه وي او د مهاجرینو لپاره چې کوم قوانین دي، د هغو قوانینو په چوکاټ کې قانوني چلن ورسره وکړي.»

ځينې نور بیا وايي، سرپرست حکومت دې د پاکستان پر وړاندې قاطع دریځ ونیسي او د افغان کډوالو ستونزه دې د تل لپاره حل کړي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « نو د دې لپاره اسلامي امارت باید هڅې وکړي، زه پوهېږي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی، خو باید دغو مهاجرینو ته په افغانستان کې د اوسېدلو زمینه برابره شي، ترڅو موږ د ولس، هېواد، ماشوم او مېرمنې او نرانو عزت بېرته لکه نیمه پیړۍ وړاندې خوندي شي.»

د نورو هېوادونو پرتله پاکستان او ایران تر ټولو زیاتو افغان کډوالو کوربه هېوادونه دي او وخت ناوخت د افغانستان او دغو دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ سیاسي کړکېچونه د دوی د ستونزو د زیاتېدو لامل شوي دي.

که څه هم په ګاونډیو هېوادونو او سیمه کې د افغان کډوالو د ستونزو حل په اړه په ځلونو ټینګار شوی، خو تر اوسه په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist