افغانستان د برېښنا د توليد لپاره د کورنيو سرچينو په لرلو سربېره هم پر وارداتي برېښنا تکيه دی، خو اوبو او برېښنا وزارت وايي، په کور دننه د توليد ظرفیت ډېر لوړ دی.
د دې وزارت د چارواکو په خبره، افغانستان د انرژۍ د توليد طبيعي سرچينو په لرلو سره په ټولیزه توګه له ۳۰۰ زرو مېګاواټه د زياتې برېښنا د توليد وړتيا لري چې له ډلې يې ۲۰۰ زره مېګاواټه هغه د لمريزې، نږدې ۶۷ زره مېګاواټه له بادي، ۲۳ زره مېګاواټه له اوبو او شاوخوا ۶۰ زره مېګاواټه برېښنا له حرارتي سرچينو د توليد وړ ده.
دوی زياتوي، د اوبو او برېښنا وزارت بریالی شوی چې له طبيعي سرچينو د برېښنا توليد په موخه ۳۰۰ ميليونه ډالر پانګونه جذب کړي.
د اوبو او نرژۍ وزارت وياند مطیع الله عابد وايي: « له نېکه مرغه افغانستان د انرژۍ د تولید لپاره پراخې طبیعي منابع لري. افغانستان کولی شي چې له اوبو ۲۳ زره مېګاواټه برېښنا، له باد تر ۶۷ زره مېګاواټه برېښنا، له لمر څخه تر ۲۲۲ زره مېګاواټه برېښنا، له فوسیلي موادو او ډبرو سکرو څخه تر ۶ زره مېګاواټو پورې برېښنا تولید کړي. افغانستان توانېدلی چې په دې برخه کې تر ۳۰۰ میلیونو ډالرو پورې پانګونه را جذب کړي.»
په همدې حال کې د افغانستان برېښنا شرکت چارواکي وايي، د تودوخې درجې په لوړېدو سره په کابل کې د برېښنا پرچاوۍ د مخنيوي لپاره په تره خېلو کې د ۱۰۵ مېګاواټه برېښنا توليد حرارتي دستګا فعاله شوې ده.
د افغانستان برېښنا شرکت عملياتي مرستيال احمد ويس څرګند وايي: « د اوړي په دې ګرم موسم کې تصمیم ونیول شو چې د تره خېلو حراراتي دستګاه چالانه کړي او د دې حرارتي دستګاه په فعالېدو سره به ۸۰ مېګاواټه برېښنا په ملي شبکه کې زیاته شي. د افغانستان برېښنا شرکت د حرارتي دستګاه له چالانولو سره دروند مالي لګښت پر غاړه اخلي، ترڅو خلک او ولس آرامي او هوساینه ولري. په دې سره د افغانستان برېښنا شرکت ته یو کیلو واټ برېښنا په ۲۰ افغان تمامېږي.»
پوښتنه دا ده چې ولې افغانستان د برېښنا د توليد زياتو طبيعي سرچينو په لرلو سربېره هم پر وارداتي برېښنا تکيه دی؟
د اقتصادي چارو شنونکي يې لاملونه داسې بيانوي.
د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي: « زما نظر دا دی چې موږ د سیمې اوبو د سربند حیثیت لرو او ترڅنګ یې د اوبو هغه بندونه چې په افغانستان کې جوړېږي، د نورې نړۍ په پرتله یې لګښت ډېر کم دی. موږ یوازې د دوو غرونو ترمنځ یو دېوال جوړوو او بند ترې جوړېږي چې بیا کولی شو د برېښنا د تولید لپاره هم ترې ګټه واخلو.»
د اقتصادي چارو ځينې نور شنونکي په دې نظر دي چې د برېښنا توليد په برخه کې د بهرنۍ پانګې سم مديريت او له نورو توليدي سرچينو ګټه اخيستل کولی شي افغانستان په لنډمهال کې د برېښنا توليد له پلوه پرځان بسيا او د انرژۍ پر صادروونکي هېواد يې بدل کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « که په دې برخه کې پانګونه وشي او د سکټورونو ښه مدیریت وشي، افغانستان به په لږ وخت کې نه یوازې د برېښنا له پلوه ځان بسیا شي بلکې ترڅنګ به یې وکولی شي چې نورو هېوادونو ته هم برېښنا صادره کړي. افغانستان باید په دې برخه کې د خصوصي سکټور پانګونه، د ګاونډیو پانګونه او په ځانګړې توګه د نړیوال بانک، آسیا پراختیايي بانک او نورو بانکونو پانګونې جذب کړي.»
د انرژۍ نړيوال مرکز د شمېرو له مخې، افغانستان په کال کې ۳۰۰ ورځې لمر لري او په دې توګه يې هر ۱۰ متر مربع شاوخوا يو کيلواټ لمريزې برېښنا د توليد وړتيا لري، خو اوس مهال له ۲۰ سلنې زياته د اړتيا وړ برېښنا له کورنيو سرچينو برابروي او پاتې نوره هغه له بهر واردوي.