Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
دلاور: په تېرو څو ورځو کې له ایرانه ۱۵ زره کورنۍ راستنې شوې

دلاور: په تېرو څو ورځو کې له ایرانه ۱۵ زره کورنۍ راستنې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/26

د ژباړې او څېړنو مرکز د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همکارۍ او د یوه خصوصي پوهنتون په نوښت (بهر ته د افغانانو مهاجرتونه، عوامل، پایلې او حل لارې) په نوم یوه ورځني ملي کنفرانس کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست وایي، په تېرو څو ورځو کې له ایرانه شاوخوا ۱۵ زره کورنۍ راستنې شوې او په خبره يې په پنډغالو او کمپونو کې ورته لازمې اسانتياوې برابرې شوې دي.

شهاب الدین دلاور هېواد ته د افغانانو د راستنېدو لړۍ ته په اشارې وايي، دغو کسانو ته په ټولو ولايتونو کې د ښارګوټو جوړولو لپاره ځمکې ځانګړې شوې او په کې به د اوسېدنې لپاره ټول امکانات برابر شي.

په دې کنفرانس کې د پوهنتونونو د استادانو له خوا د کډوالۍ ستونزو د حل لپاره علمي مقالې هم وړاندې شوې او د ورته ملي کنفرانسونو جوړول يې د کډوالۍ په مخنيوي کې مهم ياد کړل.

د لوړو زده کړو وزارت چارواکي بيا که څه هم کډوالي د خلکو طبعي حق ګڼي، خو اروپا او نورو لوېديځو هېوادونو ته تګ کډوالي نه بلکې تېښته بولي.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین حامد حسیب وايي: « یو څه اقتصادي ستونزې به وي چې هغه هم په آرامه او په کراره به الله(ج) حل لارې ورته راوباسي، د ته به زمینه برابره شي چې د افغانستان اسلامي امارت او خصوصي سکټورونه سرمایه ګذاري وکړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. تاسو ګورئ په کار پسې یا په اقتصاد پسې له وطنه تلل او هغه اروپا ته تلل، اروپايي ممالکو ته ډېر تللو ته هجرت نه شو ویلی خو فرار ورته ویلی شو.»

د  خصوصي پوهنتون مسوولین بیا وایي، د استادانو له لوري د دې موضوع په تړاو په لیکل شویو مقالو کې تر ډېره په اوسنیو شرایطو کې په بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د وضعيت څېړنې او د هویت له لاسه ورکولو په تړاو بحثونه شوي او په حل لارو کې د کډوالۍ لاملونه او هڅونې اصلی ټکي په ګوته شوي.

د سلام پوهنتون رئیس مصباح الله عبدالباقي وايي: « هغه څه چې د کنفرانس په څېړنو کې څېړل شوې هغه دا ده چې په اوسنیو شرایطو کې زموږ کوم افغانان چې د کډوالو په توګه په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي، د هغوی حالت څه دی، د هغوی حقوقي او اجتماعي حالت څنګه دی؟ بیا په دې باندې بحث شوی دی چې هغوی باندې څه تأثیرات پرېوځي. په ډېرو مقالو کې دا خبره شوې چې زموږ بهر مېشتي خلک هلته په دیني، کلتوري او ارزښتي لحاظ باندې څومره اغېزمن کېږي.»

په دې سربېره، په دې کنفرانس کې د بېلابېلو پوهنتونونو استادانو له لوري چمتو شوي سیمینارونه هم وړاندې شي.

په دغو سیمینارونو کې د مهاجرت د مخنیوي لپاره ملت او سرپرست حکومت ته هر اړخیزې او مهمې لارښوونې او سپارښتنې وړاندې کیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist