Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا استازو جرګې پر سرپرست حکومت د امریکا د مرستو درولو لایحه تصویب کړه

د امریکا استازو جرګې پر سرپرست حکومت د امریکا د مرستو درولو لایحه تصویب کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/25

د امريکا استازو جرګې په يوه تازه اقدام کې هغې لايحې ته مثبته رايه ورکړه چې د افغانستان سرپرست حکومت لاس ته د امريکايي ماليه ورکوونکو په پيسو د چمتو شویو مرستو لوېدو مخنيوی کوي.

دغه لايحه د يادې جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې له لوري د هغو ادعاوو پر بنسټ وړانديز شوې وه چې موده وړاندې د افغانستان پر بيا رغونې د امريکا د څار ادارې(سيګار) له لوري شوې وې.

دغې ادارې د تېر کال په مې مياشت کې ادعا وکړه چې د امريکا له لوري د افغانستان سرپرست حکومت ته ۱۰ ميليونه ډالر د مالياتو له پيسو ورکړل شوې دي.

اوس د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټه ډاډ ورکوي چې د يادې لايحې په تصويب سره د افغانستان سرپرست حکومت ته د امريکا د ورته پيسو د ورکړې مخه ونيول شي.

د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړيکو کمېټې ریيس براین ماسټ وايي: « دا لايحه یقیني کوي چې د امریکایي مالیه ورکوونکو یو سېنټ هم د طالبانو لاسونو ته نه لوېږي. نه په مستقیم ډول او نه هم د غیر دولتي سازمانونو له لارې. که تاسو طالبان تمویل کړئ، نو د متحده ایالاتو ملګري نه یاست.»

د روان میلادي کال په پیل کې د کانګرېس جمهوري غوښتونکو غړیو د ټېم بورچيټ پر مشرۍ کاري ډلې ته د دې لايحې چمتو کولو لار هواره کړه، هغه چې ګڼو ډيموکراټ غړيو يې له تصويبولو انکار وکړ.

 د کانګرېس جمهوري غوښتونکو غړیو د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې دغه لايحه او تصويب ستايلی دی.

د امريکا استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې غړی ټېم بورچيټ وايي: « غواړم له ریيس ماسټ او د جرګې بهرنیو چارو کمېټې له ټولو غړیو مننه وکړم چې په دې قانوني لايحه یې جدي کار کړی. موږ اوس یو ګام نږدې یوو، ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې امریکایي ډالر ترهګريزو سازمانونو ته نه ځي.»

په دې په تړاو مو له حکومتي مسوولینو سره اړيکه وکړه، خو د راپور تر خپرېدو یې خپل نظر له موږ سره شریک نه کړ.

د اقتصادي چارو شنونکي وایي، په نړیوالو مرستو کې کموالی د افغانستان پر اقتصاد اغېزه لري، خو له بلې خوا دا یو ښه فرصت بولي چې افغانستان د کرنې، کانونو او نورو سکټورونو کې پانګونه وشي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « که له یوې خوا دا د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز لري، له بلې خوا کولی شي د افغانستان لپاره یو فرصت شي؛ ځکه افغانستان به وکولی شي له خپلو شته امکاناتو اعظمي ګټه واخلي، د کرنې او صنعت پر سکټورونو به کار وکړي او پانګونه به جذب کړي. دغه راز د کانونو او خدماتو سکټور په برخه کې د نویو پروژو پيل کول هغه څه دي چې د افغانستان په اقتصاد کې فوق العاده اغېز لرلی شي»

د حقوقي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « د امریکا یا نورو هېوادونو له خوا د مرستو بندول به زما په خیال ظلم وي؛ ځکه چې افغانستان اوس مهال دغو مرستو ته اړتیا لري او د افغانستان ولس بېوزله دي او د دوی لپاره باید نه یوازې مرستې کمې نه شي بلکې لا ډېر شي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مجلس کمېټې او د کانګرېس جمهوري غوښتونکو له لوري له سرپرست حکومت سره په بشپړ ډول د امریکا د بشري مرستو د بندولو د دغه وړاندیز مسوده د وروستي تصویب لپاره اوس د سنا مجلس ته وړاندې کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist