Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د چین او سوېلي اسیا نړیوال نندارتون کې افغاني توکو لپاره ۸۸ غرفې ځانګړې شوې

د چین او سوېلي اسیا نړیوال نندارتون کې افغاني توکو لپاره ۸۸ غرفې ځانګړې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/23

د چين ـ  سوېلي اسيا نهم نړيوال نندارتون د روان ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې پر ۱۹مه نېټه پيل شوی او پنځه ورځې به دوام وکړي.

په دې نندارتون کې چې د چين کینونګمینګ ښار کې جوړ شوی، صنعت کاران یې د افغانستان صنعت ودې لپاره يو ښه فرصت بولي.

ګډونوال دا ډول نندارتونونه د کورنيو لاسي صنایعو د ودې او نړیوال بازار ته د وړاندې کېدو لپاره ګټور بولي.

د افغانستان د غاليو تولیدوونکو او صادرونکو ټولنې ریيس عبدالمنان حیدري وايي: « په دې نندارتون کې ۸۸ غرفې افغانستان ته ورکړل شوې چې له ډلې یې ۳۹ غرفې د غالیو سکټور ته ځانګړې شوې دي. هغه ټکي چې په دې نندارتون کې ډېر اهمیت لري دا دي چې نندارتون په چین کې جوړ شوی او دا هېواد د نړۍ پر کچه دویم اقتصادي ځای لري. موږ کولی شو دلته اوږدمهاله پېرودونکي پیدا کړو.»

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين دا ډول نندارتونونه د خصوصي سکتور او د اسلامي امارت او کوربه هېواد د تجارتي اړيکو پراخولو لپاره اړین ګڼي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال یونس مومند وايي: « نندارتون بازار ته لاسرسی دی او موږ به وکولی شو په دې نندارتون کې په ګډون سره د میلیونونو ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک کړو. موږ په داسې لارو کار کوو چې څنګه کولی شو افغاني محصولات نړۍ ته معرفي کړو. د نندارتونونو یوه ګټه دا ده چې درې کاله وړاندې زموږ صادرات شاوخوا ۷۰۰ میلیونه ډالره وو، خو اوس مهال ۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلي. هڅه کوو، راتلونکي کال کې دا صادرات نور هم ډېر شي.»

د چین په کوربه توب د دې نندارتون ګډونوال دا ډول نندارتونونه د افغاني توليداتو او په ځانګړې توګه د غاليو د معرفي او بازارموندنې لپاره ارزښتناک بولي او له خصوصي سکتور په دې برخه کې د لا ډېرو هڅو او ورته نورو نندارتونونو د جوړېدو غوښتنه لري.

د نندارتون یو تن ګډونوال وايي: « موږ ورته ډېرې هیلې لرو. تېر کال هم دغه شان نندارتونونه ډېر ګټور وو او ښه پایله یې لرله. تمه لرو چې سږ کال هم له دې نندارتون ښه پایله ترلاسه کړو.»

یو بل ګډونوال وايي: « ډېر لیدوونکي راغلل او زما د غرفې په ګډون یې ځينې غرفو کې غالۍ خوښې او په نښه کړې او په وروستۍ ورځ به که خدای کول وپلورل شي.»

په ورته مهال، د اقتصادي چارو کارپوهان هم دا ډول نندارتونونه له ګډون کوونکو هېوادونو سره د اقتصادي او تجارتي اړيکو د پراخولو او دغه راز نړيوالو بازارونو ته د افغان سوداګرو د لاسرسي لپاره مهم بولي.

د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز وايي: « هر هغه نندارتون چې افغانستان په کې وکولی شي خپل توکي نندارې ته وړاندې کړي او مارکېټېنګ وکړي، د افغانستان د صادراتو او تجارت لپاره پر ګټه دی. دلته مهمه دا ده چې د خصوصي سکټور ونډه په کې زیاته شي، ترڅو دوی وکولی شي په نړیوال مارکېټ کې ځان ته پېرودونکي پیدا کړي، له نورو پانګوالو سره اړیکه ټینګه کړي او تجربه ترلاسه کړي.»

د چين ـ جنوبي آسيا نهم سوداګريز نندارتون کې د ۷۳ هېوادونو، سيمه ‌یزو او نړيوالو سازمانونو استازو او له ۲۵۰۰ ډېرو شرکتونو ګډون کړی چې په ۸۸ غرفو کې د افغانستان بېلابېل تولیدات او لاسي صنایع هم نندارې ته اېښودل شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist