خصوصي سکټور منلې چې د ايران او اسرایيلو ترمنځ د جګړې دوام د کابل او تهران ترمنځ پر سواګرۍ منفي اغېز کړی او له همدې کبله د افغانستان په بازارونو کې د ايراني توکو بيې لوړې شوې دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست هم په سېنټ پيټرزبورګ اقتصادي فورم کې په دې اړه اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي چې په ايران کې کړکېچ داسې مهال د زياتېدو په حال کې دی چې افغانستان يې پر خوراکي توکو تکيه دی.
عطا الله عمري د دې کړکېچ د احتمالي دوام له امله اندېښنه ښودلې او زياتوي چې دوام يې د افغانستان پر اقتصاد اغېز کولی شي.
عمري په دې اړه ویلي: « افغانستان یقینا پر خپلو کرنیزو محصولاتو ځان بساینې ته متوجه دی. خو لاهم موږ له ایرانه د ځینو خوراکي توکو پر واردولو متکي یو او که هلته ستونزې رامنځته شي، نو بې له شکه اغېزې به ولري. له تېرو څلور کلونو راهیسې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته موږ هڅه کوو چې خپل اړین خوراکي توکي په خپلواکه توګه برابر کړو. پاتې اندازه چې اوړه او غنم په کې شامل دي، هر کال له روسیې راځي. موږ له روسیې غوښتنه کړې چې د اوړو پر ځای غنم راولېږي. له دې سره د نورو خوراکي توکو واردات افغانستان ته په سمه توګه روان دي.»
د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « بدیلونه که په هره برخه کې وي، د یوه هېواد لپاره مهم او اړین دي. هر هېواد باید د سوداګرۍ، صنعت، کرنې، اړیکو او فرهنګي مناسباتو په برخه کې بدیلونه ولري. د نړۍ شرایط بدلېدونکي دي او له هېوادونو سره ستونزې ځینې وخت سبب ګرځي چې هېواد له خپل بدیل استفاده وکړي. هرڅومره چې افغانستان وکولی شي د تجارتي اړیکو، صنعت او نورو برخو لپاره بدیلونه ولري، دا به د افغانستان پر اقتصاد او تجارتي مثبت تأثیرات ولري.»
د کرنې سرپرست وزیر دغه راز ويلي، افغانستان د ۲۰۲۴ زېږدیز کال په اوږدو کې د روسیې د اوړو تر ټولو لوی واردوونکی و، خو اوس مهال یې د خپلو غنمو تولید د تېر کال پرتله ۱۰ سلنه زیات کړی او ۴.۸۳ میلیونو میټریک ټنو ته رسیدلی.
د عمري په خبره، د افغانستان د غنمو کلنی مصرف ۶.۸ میلیونه میټریک ټنه اټکل شوی.
په ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي، له روسیې سره په کلنې ډول د شاوخوا ۳۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګري لري او له سرپرست حکومته غواړي چې له روسیې سره په دې اړه شوې خبرې عملي کړي، ترڅو د ایران او اسراییلو ترمنځ جګړه په بازارونو کې د خوراکي توکو پر نرخونو زیات اغېز ونه کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي: « تاسو ګورئ چې د ایران په ګډون سیمه کې یوڅه مشکلات پیدا شوي او له پاکستان سره هم د تعرفو په برخه کې ستونزې لرو، نو اوس د دې اړتیا ده چې له روسیې او مرکزي آسیا سره خپلې اړیکې ټینګې کړو. په دې برخه کې روسیه زموږ لپاره ډېر اهمیت لري، دا مهال موږ له ۲۰۰ تر ۳۰۰ میلیونو ډالرو له روسیې کلني واردات لرو. دا ښه خبره ده چې له روسیې سره خبرې وشي او موږ د دوی له لارې د غنمو تجارت وکړو، ځکه چې اوړه ژر خرابېږي خو غنم ساتل کېدای شي.»
بل پلو، د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي، که د سیمو له هېوادونو سره هر څومره ډېرې سوداګریزې او سټراټیژیکې اړیکې شتون ولري، د افغانستان پر ګټه دي؛ ځکه په کم وخت کې د ایران او پاکستان بدیلونه پیدا کول ستونزمن دي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « په لنډمهاله کې د ایران او پاکستان د بدیلونو پیدا کول زموږ لپاره ډېر ستونزمن کار دی. موږ هر کال له ۳ میلیارد ډالرو زیاته سوداګري له ایران سره لرو او که په دې برخه کې اختلال رامنځته کېږي، دا کولی شي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي. ایران زموږ ګاونډی او نږدې هېواد دی، هرڅومره چې سوداګریز توکي ژر او په کمه بیه تر موږ راورسېږي، زموږ پېرودونکو ته ګټه رسوي. خو که همدا توکي له لرې هېوادونو راوړل شي، لګښت ډېرېږي او ګران پرېوځي. نو ویلی شو چې له ګاونډیو هېوادونو سره تجارت د لرې هېوادونو په پرتله زموږ پر ګټه دي.»
له دې سربېره، د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي دا هم وایي، د ایران او اسراییلو ترمنځ له جګړې وروسته په ټوله نړۍ کې پر نورو خوراکي توکو سربېره د تېلو په یو ټن کې ۱۳۰ ډالره لوړوالی راغلی او په خبره یې که دا وضعیت دوام وکړي، هومره به په بازارونو کې بیې ورسره لوړې شي.