Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اقتصاد وزارت: د ایران او اسراییلو جګړه د افغانستان پراقتصاد منفي اغېزه لري

اقتصاد وزارت: د ایران او اسراییلو جګړه د افغانستان پراقتصاد منفي اغېزه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/16

ایران یو له هغو ګاونډیو هېوادونو دی چې افغانستان ترې په کلني ډول د میلیاردونو ډالرو په ارزښت بېلابېل توکي واردوي، خو اوس دا هېواد له اسراییلو سره په مخامخ جګړه کې ښکېل دی او له امله یې د افغانستان د اقتصادي زیانمنېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وایي، له اسراییلو سره د ایران وروستي کړکېچ د سوداګرۍ د پیکه او د سرحدونو تړل کېدو له امله ټرانزیټي برخه زیانمنه شوې او له امله یې په هېواد کې له ایران وارېدېدونکو توکو بیې لوړې شوې دي.

نظري په دې اړه وايي، اقتصاد وزارت هڅه کوي چې د لنډې مودې لپاره د اقتصاد زیانمنېدو د مخنیوي لپاره بدیلې لارې پیدا کړي.

نظري زیاتوي: « د ایران او اسراییلو ترمنځ د جګړې دوام د افغانستان پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز لري. دا جګړه لامل کېږي چې د افغانستان او ایران ترمنځ پر پوله حمل او نقل کې اختلال رامنځته شي. دغه راز له ایران  دې صنعتي توکي، خوراکي مواد او نفتي توکو واردات کم او په پایله کې یې بیې لوړې شي. اسلامي امارت هڅه کوي چې په مقطعي ډول بدیلې لارې په پام کې ونیسي، ترڅو د هېواد اقتصادي وضعیت تر اغېز لاندې را نه شي.»

په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي بیا د وارداتو په برخه کې له نورو توکو سربېره د نفتي توکو واردات مهم بولي او زیاتوي چې د یاد هېواد بېلابېل وارداتي اقلام په کلني ډول تر ۳ میلیارد ډالرو پورې رسېږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدونو د تړل کېدو ګنګوسې ردوي او زیاتوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ په نورمال ډول ټرانزیټ روان دی.

الکوزی زیاتوي: « موږ یوازې له ایران سره یوازې صادرات او واردات نه لرو بلکې ټرانزیټ هم لرو. که څه هم له ایران زموږ واردات زیات او صادرات کم دي او تقریبا ً په کلني ډول ۳ میلیارد ډالرو په ارزښت واردات لرو، ترڅنګ یې موږ له ایران سره ټرانزیټي اړیکې هم لرو او د عباس او چابهار بنادرو له لارې تورکیې او نورو هېوادونو ته زموږ صادرات او واردات کېږي. همدا شېبه چې زه له تاسو سره خبرې کوم، په عباس بندر کې زموږ بارګیري ادامه لري او دا لړۍ روانه ده.»

بل پلو، د اقتصادي چارو یوشمېر شنونکي وایي، اوس مهال افغانستان د ټرانزیټ په برخه کې یوازې د ایران په بندرونو تکیه نه لري او په خبره یې د لنډ مهال لپاره د ایران او افغانستان ترمنځ د پولې تړل کېدل به د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز ولري.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « که دا کړکېچ ادامه ولري، بې له شکه چې د افغانستان پر تجارت به ډېر منفي اغېز ولري او په لنډمهال کې به ډېره ستونزمنه وي چې افغانستان د خپلې سوداګرۍ مسیر ته بدلون ورکړي.»

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « حاکم نظام باید د دې ډول حالاتو لپاره خپل تدابیر ولري، ترڅو وکولی شي د خپلو تجارتي اړیکو تمرکز پر نورو هېوادونو وکړي او ترڅنګ یې د سون توکو برابرولو لپاره له نورو هېوادونو سره یا هم په خپله افغانستان کې امکانات چمتو کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د ایران او اسراییلو ترمنځ د جګړې له پیل سره سم، داسې ګنګوسې خپرې شوې چې د ایران او افغانستان ترمنځ ګډه پوله د دې جګړې له امله تړل شوې، خو په هرات کې د اسلامي امارت چارواکي دغه ادعاوې بې اساسه بولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist