Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسراییلو پوځ: د ايران هوايي دفاع سیسټم مو ویجاړ کړی او پر فضا یې واکمن یو

اسراییلو پوځ: د ايران هوايي دفاع سیسټم مو ویجاړ کړی او پر فضا یې واکمن یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/16

د ایران او اسرائیلو ترمنځ د مخامخ جګړې او ځوابي بریدونو پر درېیمه ورځ هم دواړو خواوو د یو بل مهمې سیمې او تأسیسات پر نښه کړل.

د اسراییلو پوځ وايي، د ایران له لوېدیځ تر پلازمېنې تهرانه یې د هوايي برلاسي واک ترلاسه کړی او له تېرې ورځې راهیسې یې د ایران دفاع وزارت ودانۍ، هستوي تأسیسات او دفاعي سیسټمونو پر نښه کړي دي.

د راپورنو له مخې، په دې بریدونو کې د شهران د تېلو زېرمې لویې برخې هم اور اخیستی چې د تهران لودېځې برخې ته یې تیل رسول.

له دې سره د اسراییلو لومړی وزیر بنیامنی نتنیاهو وايي، په ډېر شدت سره پر ایران هوايي عملیاتو ته دوام ورکوي او په خبره یې، داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې د ایران لوړپوړي چارواکي له هېواده د تښتې په حال کې دي.

نتنیاهو په دې اړه ویلي: « موږ د ایران هغه لوړ پوړي پوځیان او ساینسپوهان له منځه یوړل چې د اټومي وسلو د جوړونې هوډ یې درلود؛ ترڅو اسراییل او نور پرې وګواښوي. موږ دغه او ډېر نور څه ترسره کړل. موږ په دې ډېر ښه پوهېږو چې ډېر نور څه باید ترسره شي او د ترسره کولو لپاره یې پوره چمتوالی لرو. موږ تهران ته لاره کړې، زموږ پیلوټانو د تهران له فضا د ایت‌الله پر رژیم داسې ګزارونه کوي چې دوی یې تصور هم نه و کړی. اسراییل په دې هم خبر دی چې د ایران لوړ پوړي چارواکي له هېواده د وتو او تېښتې په حال کې دي.»

له بلې خوا، ایران هم د اسراییلو پلازمېنې تل ابیب پر بات یام، رحوفوت او طمره ښارونو متقابل توغندیز بریدونه کړي چې د اسراییلۍ هیوم ورځپانې په حواله په کې۱۰ تنه وژل شوي دي.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې، د ایران هایپرسونیک توغندیو د حیفا په ښار کې د اسراییلو د تېلو زېرمې هم پر نښه کړې او د ایراني توغندیو له امله د اسراییلو په ښارونو کې د خطر زنګونه اورېدل شوي دي.

همدارنګه د اسراییلو پوځ د لاډېرو ویجاړیو د مخنیوي لپاره خپلې غیرپوځي الوتکې قبرس، یونان او امریکا ته لېږدولې دي.

بل پلو، د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، که اسراییل روانه جګړه ودروي، دوی هم خپل ځوابي بریدونه دروي؛ خو په خبره یې ایران له ځانه د دفاع حق لري او د جګړې د دوام په صورت کې به خپلو بریدونو ته لا زور ورکړي.

عراقچي زیاته کړې: « زموږ بریدونه له ځانه د دفاع حق پر بنسټ دي. د ځان دفاع په نړیوالو اړیکو کې یو منل شوی اصل او د هر هېواد مشروع حق دی. دا هغه کار دی چې زموږ وسله والو ځواکونو هم له تېرو دوو ورځو راهیسې پيل کړی او تاسو یې تېره شپه نوي اړخونه هم ولیدل. زموږ بریدونه به ادامه ولري.»    

له دې سره، د امریکا ولسمشر وايي، په ډېره اسانۍ کولی شي د ایران او اسراییلو ترمنځ هوکړې ته لار هواره کړي او روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

خو ډونالډ ټرامپ خبرداری ورکړی، که ایران د امریکا پر ګټو برید وکړي، له بې ‌ساري ځواک او غبرګون سره به مخ شي.

ټرامپ په دې اړه وايي: « که ایران پر موږ په هر ډول او بڼه برید وکړي، د امریکايي ځواکونو ټول توان او ځواک به په بې ‌ساري ډول پر تاسو را کوز شي چې هېڅ وخت مو نه وي لیدلی. موږ په اسانۍ کولی شو د ایران او اسراییلو ترمنځ هوکړه رامنځته کړو او روانې خونړۍ جګړې ته د پای ټکی کېږدو.»

دا هرڅه داسې مهال دي چې ترکیې د ایران او اسراییلو ترمنځ منځګړیتوب ته د چمتووالي خبر ورکړی او ترڅنګ یې روسیې او امریکا هم د روانې جګړې د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist