Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/31

قزاقستان ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست پر مشرۍ د سوداګریز پلاوي له سفر وروسته، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارت توکایف سره د اقتصادي مسایلو او سوداګرۍ په ګډون په یو شمېر موضوعاتو خبرې کړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ممنوعه ډلو له لېست د اسلامي امارت د نوم ځنډول او دغه راز په هېواد کې د قزاقستان پانګونه د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې ارزښتناکه بللې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او تجارت وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د قزاقستان جمهوریت ته د خپل سفر په دوام د دې هېواد له ولسمشر محترم قاسم جومارت توکایف سره لیدنه کړې. ښاغلي توکایف زیاته کړه چې په قزاقستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ جوړېدل د مرکزي آسیا د هېوادونو او په ځانګړې توګه د افغانستان ستونزو ته د رسېدنې لپاره، د دې هېواد له طرحو یوه وه. ښاغلي عزیزي هم د تورغونډۍ په رېل کرښه کې د قزاقستان له ۵۰۰ میلیوني پانګونې، بشردوستانه مرستو او د افغانستان په اړه د دې هېواد له پالیسیو مننه وکړه.»

دواړو خواوو په دې غونډه کې په دې هم هوکړه کړې چې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر به په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته په رسمي سفر راشي.

د اقتصادي چارو کارپوهان دا ډول غونډې او د افغان چارواکو سفرونه په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو او په هېواد کې د کاري فرصتونو د برابرولو لپاره مهمې او ارزښتناکې ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « له قزاقستان سره د افغانستان اقتصادي او تجارتي اړیکې به نه یوازې دغه اړیکې پیاوړې کړي، بلکې دا به افغانستان ته لاره هواره کړي چې د منځنۍ آسیا له ډېرو هېوادونو سره تجارتي او اقتصادي اړیکې ولري او د هغوی له بازارونو په مختلفو برخو کې ګټه واخلي، د صادراتو اندازه لوړه کړي او له دې هېوادونو د افغانستان د اړتیا وړ توکي وارد کړي. دغه کار کولی شي د افغانستان په داخل کې پانګونې ته لاره هواره کړي.»

په ورته وخت کې، یو شمېر نور کارپوهان په دې باور دي چې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ(یوناما) فعالیت او هېوادونو سره تعاملات د افغانستان د سیاسي او اقتصادي پرمختګ لپاره مهم دي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: « له قزاقستان سره د غوره او ستراتیژيکو اړیکو لرل له افغانستان سره مرسته کوي چې د قزاقستان له لارې د روسیې بازارونو او دغه راز اروپا ته ځان ورسوي. زما په اند، هرڅومره چې دغه اړیکې پیاوړې شي، بې له شکه چې د سیمه ییزې همپالنې سبب به شي او دا کولی شي په سیمه کې دایمې سوله او ثبات ټینګ کړي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د روان کال د جوزا پر ۲۷مه د استانې فورم په ناسته کې د ګډون لپاره قزاقستان ته تللی و.

د وزارت د چارواکو په وینا، ټاکل شوې چې هغه به په دې غونډه کې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو او اقتصادي ودې په اړه وینا وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist