Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/18

د کابل او مسکو ترمنځ په پنځو بېلا بېلو برخو کې هوکړه لیکونه لاسلیک شول چې د لاسلیک پرمهال یې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او په اقتصادي چارو کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال هم حضور درلود.

د افغانستان او روسیې ترمنځ لاسلیک شويو هوکړه لیکونو کې د ټرانسپورټ، ټرانزیټ، سوداګرۍ او دغه راز د صنعت، نفتو او ګازو د استخراج په برخه کې پانګونه هم شامل دي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي، په یادو پنځو هوکړو کې د دواړو هېوادونو  د یو شمېر سترو خصوصي شرکتونو ترمنځ په افغانستان کې د نفتو او ګازو اکتشاف، استخراج او تصفیې او همدارنګه د سیمه ییزې سوداګرۍ د ودې ترڅنګ په افغانستان کې د صنعتي او لوجسټیکي کمپلېکس جوړول هم شامل دي.

د خبرپاڼې یوه برخه: « د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او په اقتصادي چارو کې د روسیې فېډراسیون د اقتصادي چارو لومړي وزیر د مرستیال الکسي اویرچوک په حضور کې دغه هوکړې لاسلیک شوې. دا هوکړه لیکونه د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت او د روسیې فېډارسیون د ټرانسپورټ وزارت ترمنځ د ټرانسپورټ او ټرانزیټ او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې د پراختیا په برخو کې لاسلیک شوې.»

د سیاسي چارو شنونکي په دې اند دي چې روسیه په سیمه او نړۍ کې له هر پلوه ځواکمن هېواد دی او دا هوکړې ورسره د افغانستان لپاره له اقتصادي او سیاسي لحاظه پر ګټه دي.

دوی زیاتوي، دغه هوکړې به دې ته لار هواره کړي چې غربي هېوادونه به هم له افغانستان سره ورته هوکړو لاسلیک ته زړه ښه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « دا یو نېک اقدام و چې ترسره شو، هم په سیاسي او هم په اقتصادي لحاظ. تاسو پوهېږئ چې روسیه په سیمه کې یو ستر هېواد دی. له دوی سره چې کومې هوکړې شوې دي، زه فکر کوم چې دا به لاره هواره کړي چې له نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه سترو هېوادونو او غربي نړۍ سره په سیاسي او اقتصادي لحاظ دغه شان هوکړه لاسلیک شي.»

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « د افغانستان اوسني شرایط دا ایجابوي او داسې شرایطو ته لبیک وايي، که دا شرقي بلاک سره وي یا هم غربي بلاک سره یا هم په سیمه کې پرتو هېوادونو سره؛ ترڅو زموږ اقتصاد پر پښو ودرېږي، سیاست مو ثبات پيدا کړي، پرمختللي صنعت ته لاسرسی پیدا کړو او پياوړی زراعت ولرو.»

د ځینو نور په باور، له روسیې سره اقتصادي راکړه ورکړه او ډېپلوماټیکې اړیکې د افغانستان لپاره زیاتې مهمې دي او روسیه کولی شي په ټولو برخو کې د افغانستان ښه ملګری پاتې شي.

دغه راز دوی وايي، له مسکو سره د کابل نږدېوالی د افغانستان د سیمه ییز اتصال هوډ پیاوړی کولی شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي راکړه ورکړه او ډېپلوماټیک اړیکې ډېرې مهمې دي. لومړی دا اړیکې په جغرافیايي لحاظ مهمې دي او دویم دا چې روسیه په سیمه کې د یوه ستر زبرځواک په توګه کولی شي له افغانستان نه یوازې په سیاسي بلکې په اقتصادي او ټولنیزه برخه کې هم د یوه ښه همکار په توګه پاتې شي. له روسیې سره نږدېوالی کولی شي په سیمه کې زموږ د سیمه ییز اتصال مساله هم پیاوړې کړي. افغانستان د آسیا د څلورلارې په توګه کولی شي د روسیې لپاره په سوېل ختیځه آسیا کې مارکېټ پیدا کړي او له دې مارکېټ سره د وصل په برخه کې ور سره مرسته وکړي.»

په دې وروستیو کې د افغانستان سرپرست حکومت او د سیمې هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي تګ راتګ زیات شوی.

ملا عبدالغني برادر اخوند کازان ناسته کې د ګډون لپاره تاتارستان ته سفر وکړ او همد راز تازه د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ایران په بلنه دغه هېواد تللی او اټکل شوی چې نږدې راتلونکي کې به د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت چارواکي هم کابل ته په سفر راشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist