Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/17

د تاجیکستان پلازمېنه دوشنبې کې د کوربه هېواد تاجیکستان، افغانستان، پاکستان، قزاقستان، اسلامي پراختیایي بانک او د ځینو بهرنیو ادارو او بنسټونو د استازو په ګډون  ناسته کې د کاسا زر پروژې د چارو د چټکتيا په موخه يو شمېر هوکړې لاسليک شوې.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د دې هوکړو او پرېکړو پر بنسټ به د کاسا زر پروژې پاتې کارونه چټک شي.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي:« د کاسا زر پروژې اړوند ناستې په پای کې د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ او د قزاقستان، تاجیکستان او پاکستان هېوادونو د برېښنا او انرژۍ وزیرانو ترمنځ د پروژې د چارو چټکولو په موخه یو شمېر پرېکړې او تصمیمونه لاسلیک شول چې له مخې به یې د کاسا زر پروژې پاتې کارونه چټک شي.»

په افغانستان کې د کاسا زر پروژه د کندوز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار ولایتونو له ۳۳ ولسوالیو تېرېږي چي د دې پروژې په عملي کېدو سره به یاد ولایتونه له برېښنا هم برخمن شي.

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، د کاسا زر پروژې چارو پیل د افغانستان په ګډون د سيمې هېوادونو لپاره حياتې ارزښت لري.

د اقتصادي چارو شنونکی نور الله عزیز وايي: « د دې پروژې پر وړاندې ډېرې ستونزې موجودې دي. دا چې د پیل په برخه کې همېشه ټکنۍ کېږي، لامل یې سیاسي بې ثباتي ده، په سیمه کې ستونزې دي، تخنیکي او اقتصادي موضوعات، په پانګونه کې د همغږۍ کموالی دی. ترڅنګ یې هغه څه چې دا پروژه تر ډېره متأثره کوي، بیا هم د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په برخه کې ناهنجاریانې دي.»

دغه راز ځینې نور بیا  سياسي بې ثباتي، تخنیکي موضوعات، په پانګونه کې د همغږۍ کموالی او د هېوادونو ترمنځ په اړېکو کې شته ستونزې د دې پروژې پر وړاندې د ننګونو په توګه يادوي.

کاسا زر پروژه له قرغیزستانه د تاجکستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د لېږد تر ټولو ستره پروژه ده چې د پخواني حکومت پر مهال يې لومړني کارونه پیل شول، خو په افغانستان د اسلامي امارت بیا واکمنېدو وروسته يې چارې په ټپه درېدلې وې.

د دې پروژې ټول لګښت ۱.۱۷ میلیارده ډالره اټکل شوی چې په تېرکې نړیوال بانک، امریکا، انګلستان، د اروپا د پانګونې بانک او اسلامي پرمختیايي بانک د دغو پیسو د ورکړې ژمنې کړې وې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist