Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/12

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دا ناسته چې د درې واړو هېوادونو د استازو ترمنځ ترسره شوه، په کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسوولین وايي، په دې ناسته کې  د ګډو صنعتي پارکونو پر جوړولو، د ځانګړو اقتصادي زونونو پر تاسیس، د صادراتو لپاره د پروسېس د ګډو مرکزونو پر جوړولو او درې ‌اړخیزو سوداګریزو نندارتونونو پر تنظیم بحث شوی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزداه عبدالسلام جواد وايي: « په دې درې اړخیزه ناسته کې د یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه لکه په افغانستان کې د ګډو صنعتي پارکونو جوړول، د ځانګړو اقتصادي زونونو رامنځته کول، د صادراتو د پروسېس لپاره د مرکزونو جوړول، د درې اړخیزو تجارتي نندارتونو جوړول، په افغانستان کې له کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د ملاتړ لپاره د مرکزونو جوړول او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو اسانه کولو په اړه بحث او د نظر راکړه ورکړه وشوه.» 

جواد زیاتوي، د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د ملاتړ لپاره د مرکزونو په جوړولو او د درې ‌واړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو اسانتیا باندې هم بحث او خبرې شوې دي.

په ورته مهال، د اقتصادې چارو شنونکې وايي، د افغانستان اقتصادي پياوړتیا لپاره دا ډول ناستې او له هېوادونو سره د اړیکو پياوړتيا او پراختيا لپاره مهمې دي.

د دوی په خبره، چین پر نړيواله کچه اقتصادي قدرت دی او ورسره د افغانستان اړيکې کولی شي د دواړو هېوادونو سوداګري وغوړوي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « له چین او پاکستان سره په سیاسي، تجارتي او اقتصادي برخه کې د اړیکو پیاوړتیا هغه څه دي چې کولی شي افغانستان ته په ډېرو برخو کې نوي فرصتونه رامنځته کړي. چین په نړیوال تجارت او اقتصاد کې پراخ لاس لري او له دوی سره د اړیکو پراختیا کولی شي د افغانستان لپاره په ټولو برخو کې ښه فرصتونه برابر کړي.»

له بلې خوا، ځینې نور بیا وايي، اسلامې امارت دې چینايي سوداګر وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او په لویو او کوچنیو پروژو کار پيل کړي.

دوی زیاتوي، یوازې ناستې د حل لاره نه ده او اړتيا ده چې سرپرست حکومت هېوادونو او پانګوالو ته د پانګونې په برخه کې د عملي کارونو زمينه برابره کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « که چېرې له چین سره د حکومت له خوا داسې قراردادونه وشي چې له مخې یې افغان وګړي چین ته د ټرېننګ یا مسلکي زده کړو لپاره واستول شي، ترڅو په مختلفو برخو کې زده کړې وکړي او بېرته افغانستان ته په راتګ سره د عصري ماشینرۍ په کارولو کې مرسته وکړي؛ دغه راز که موږ وکولی شو د ټکنالوژۍ په برخه کې د چین هېواد مرسته خپله کړو، دا به ډېرې ګټې ولري.»

د شنونکو په خبره، دا مهال په افغانستان کې د بې کارۍ کچه ورځ تر بلې لوړېږي او له امله يې ځوانان د کډوالۍ په موخه د هېواد پرېښودو ته مجبورېږي.

دوی ټينګار کوي چې سرپرست حکومت دې په مشخصو برخو کې د ځوانانو روزلو لپاره د چين په شمول د هغو هېوادونو له تخنيکي ظرفيت ګټه واخلي چې ښې اړيکې ورسره لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist