Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عثماني: د غنمو توليد برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوې یو

عثماني: د غنمو توليد برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوې یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/10

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال له شمشاد سره مرکه کې ویلي، هڅه کوي د بېلابېلو پلانونو پر بنسټ، کرنه میکانېزه، د وچکالۍ پر وړاندې مقاومت لوړ، د ځنګلونو د وهلو مخنيوي، د اوبو زېرمې غني او په هېواد کې د وچکالۍ د زیات اغېزو مخنیوي وکړي.

مولوي صدراعظم عثماني وايي، روان کال کې د هېواد پر کچه له کرنېزو کښتونو ۶ میلیونه ټنه غنم حاصل شوي چې په بازارنو کې د اړتيا وړ يو اندازه برخه پوره کوي.

د عثماني په خبره، افغانستان په کال کې ۷ میلیونه ټنه غنمو ته اړتیا لري او تمه ښي چې هېواد به په نږدې راتلونکې کلونو کې ځان بسياینې ته ورسيږي.

عثماني په دې اړه وايي:« د ټول افغانستان مصرف چې دی، څه کم ۷ میلیونه مټریک ټنه دی. کله چې موږ راغلو، تولیدات مو ۳ میلیونه مټریک ټنه وو. الحمد الله اوس درې نیمو کلونو کې تولید مو ۵ میلیونو مټریک ټنو ته رسیدلی دی. موږ په دې کال کې امید لرو چې تولید مو ۵.۵  میلیونو یا ۶ میلیونو مټریک ټنو ته ورسېږي. نو زه تاسو ډاډ درکوم چې په دوه یا درې کلونو کې به ځابسیاینې ته ورسېږو.»

 د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال وايي، د نشه یي توکو پر کښت، تولید او قاچاق له بندیز وروسته، د بدیل کښت برابرول د افغان بزګرانو اساسي غوښتنه ده.

صدر اعظم عثماني له نړيوالې ټولنې غواړي چې د بدیل میعیشت چمتو کولو په برخه کې له بزګرانو سره همکارۍ وکړي.

په ورته وخت کې عثماني وايي، هڅه کوي چې افغانستان د کرنې په برخه کې ځان بسیاینې ته ورسوي او پر صادراتي هېواد يې بدل کړي.

دغه راز عثماني د کرنۍ وزارت لپاره د تېر کال ورکړل شوې بوديجه کافي نه بولي او د روان کال لپاره يې د زياتوالې غوښتنه کوي.

هغه زیاته کړې:« زموږ اړتیا خو ډېره ده، ځکه مرکز او ۳۴ ولایتونه دي، په ولایتونو کې بیا د ځمکې، کرنې او مالدارۍ ستونزې دي. زموږ وزارت هم خدماتي دی، د خلکو ستونزې ډېرې دي، موږ زیاتې بودیجې ته اړتیا لرو. خو چې څومره بودیجه راکړل شي، قناعت به پرې کوو.»

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال وايي، د وچکالۍ د مخنیوي په موخه دغه وزارت هڅې کوي چې اوبه په سمه توګه مدیریت کړي او په همدې موخه یې د اوبو او انرژۍ وزارت سره په ګډې همغږۍ په تېرو درېیو نیمو کلونو کې ۴۲۰ لوی او واړه چکډومونه جوړ کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist