Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روسي چارواکي: د افغان – ټرانس پروژې له لارې به هرکال ۱۵ میلیونه ټنه توکي ولېږدول شي

روسي چارواکي: د افغان – ټرانس پروژې له لارې به هرکال ۱۵ میلیونه ټنه توکي ولېږدول شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/30

یو شمېر ازبېکستاني رسنیو د روسیې د لومړي وزیر مرستیال له قوله راپور ورکړی چې نوموړي د منځنۍ آسیا د اینوروم په نړیوال نندارتون کې د افغان ـ ټرانس رېل ګاډي پټلۍ لارې په تړاو څرګندونې کړې دي.

دنیس مانتوروف ویلي، د دې لویې پروژې له بشپړېدو وروسته به په لومړي کال له ۸ تر ۱۵ میلیونه ټنه توکي ولېږدول شي.

د مانتورفو په خبره، د دې لویې پروژې چارې به تر ۲۰۲۶زېږدیز کال پورې بشپړې شي.

مانتوروف ویلي:« لومړني مالومات ښیي چې د افغان ـ ټرانس پروژې له بشپړېدو وروسته به په لومړیو کې له ۸ تر ۱۵ میلیونو ټنو توکي ولېږدول شي. دا چاره په تحولاتو او وخت پورې اړه لري. اصلي لېږدېدونکي توکي به کیمیاوي کوډ، نفتي توکي، اوسپنه، د ډبرو سکاره او یو شمېر نور توکي وي.»

په همدې حال کې د ټولګټو چارو وزارت ویاند د افغان- ټرانس د اورګاډي پټلۍ له همکارو هېوادونو مننه کوي او دا پروژه د افغانستان لپاره ارزښتناکه ګڼي.

محمد اشرف حق شناس وايي،  د دې وزارت چارواکو د مطالعاتو د پراخولو او د امکان سنجۍ په موخه د ځينو هېوادونو له چارواکو سره خبرې کړې دي.

حق ‌شناس زیاتوي: « د افغان ټرانس پروژې د امکان سنجۍ د پیل موافقه وشوه. هغه هېوادونه چې د دې پروژې د عملي پیل په اړه اقدام کوي، د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت یې هرکلی کوي.»           

له بلې خوا، د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، د اورګاډي د کرښو او ستندرد ټرانسپورټي لارو د نه شتوالي له امله، د افغان- ټرانس پروژه د افغانستان د نړيوالو بازارونو سره د نښلولو لپاره مهمه ده.

د دوی په خبره، د افغانستان د صادراتو او وارداتو زیاتوالی د دې پروژې له بشپړېدو سره مخامخ اړیکه لري.

د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز وايي: « په مجموع کې باید ووایم، دا پروژه د افغانستان لپاره ستر اقتصادي ارزښت لري چې نه یوازې د تجارت د پراختیا په برخه کې به لویې لاسته راوړنې ولري، بلکې  ترڅنګ به یې وکولی شي خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو او نویو پانګونو د جذب لپاره هم زمینه برابره کړي.»               

ټاکل شوې ده چې د افغان- ټرانس اورګاډي کرښه به اروپايي ټولنه، روسیه، ازبېکستان، افغانستان، پاکستان، هند او د جنوب ختیځې آسیا هېوادونه سره ونښلوي چې اصلي ګډونوال یې ازبېکستان، افغانستان او پاکستان هېوادونه دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist