په افغانستان کې امريکايي ځواکونو د تېر۲۰ کلن حضور پر مهال ګڼ شمېر جنګي جرمونه ترسره کړي چې ځينې یې د خلکو او رسنيو له سترګو پټ ساتل شوي دي.
شمشاد ټلویزیون د داسې يوې کورنۍ د غړي د ژوند کیسه را اخيستې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې د کورنۍ ۱۸ غړي د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې شهيدان شوي دي.
دغه کس شمس الرحمن نوميږي او د خوست ولایت د علیشېرو ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
هغه د امریکایي ځواکونو د یوه هوایي برید د قربانې شوې کورنۍ یوازینی ژوندی پاتې غړی دی.
شمس الرحمن چې د سختو ټپو له امله يې نیمه ذهني توازن له لاسه ورکړی، د بشر حقونو له نړيوالو سازمانونو د عدالت او له امريکايي ځواکونو د غرامت غوښتنه کوي.
شمس الرحمن وايي: « امریکايي ځواکونو د خوست په عليشېرو کې زموږ پر کور بمبار وکړ. زه هغه مهال کوچنی وم او په دې برید کې ټپی شوم. بیا امریکايانو له ځان سره یوړم او شپږ میاشتې یې را باندې تداوي وکړه. چې کله جوړ شوم، بیا مدرسې ته راغلم او پوښتنه مې ونه کړه چې زما کورنۍ یا خپلوان به ژوندي وي او که نه؛ ځکه هغه مهال حالت ګډوډ او جګړې وې او ما نه شو کولی چې لاړ شم او د خپلوانو پوښتنه وکړم. له تېرو ۱۷ یا ۱۸ کالو راهیسې بې سرنوشته ګرځم، امریکایانو په دې بمبار کې زموږ د کورنۍ ۱۸ تنه غړي شهیدان کړل. زه غواړم خپل ژوند جوړ کړم او زندګي وکړم، ترڅو له نا څرګند برخلیک وژغورل شم.»
شمش الرحمن د خپل تريخ ژوند يوه خواشينونکي کيسه لري.
نوموړی وايي، په اووه کلنۍ کې د امريکايي ځواکونو د بريد پر مهال پر سر له ټپې کېدو وروسته بګرام پوځي اډې ته وړل شوی او له شپږ مياشتنۍ درملنې وروسته د بهرنيو ځواکونو له لورې د پخواني حکومت چارواکو ته سپارل شوی دی.
شمس الرحمن په دې اړه وايي: « زه یې بیا د پخواني حکومت اردو ته وسپارلم او هغوی په لغمان کې ګمبیري بېس ته یوړم او د بادپښ ولسوالۍ کې یې د محمد رسول په نوم یوه ملک ته وسپارلم. له هغه ځایه بیا مدرسې ته راغلم او اوس په مدرسه کې اوسېږم. ټول عمر مې مدرسه کې تېر شو.»
نوموړی زياتوي، له خوشې کېدو وروسته يې خپل کور او خپلوان نه دي پیدا کړي او د هغې د شېبو په تمه دی چې د امريکايي ځواکونو د هوايي بريد له امله خپل ويجاړ شوی کور بیا وګوري.
شمس الرحمن له اسلامي امارت غواړي چې د خپل کور په پیدا کولو او د شته ستونزو د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
شمس الرحمن زیاتوي: « اسلامي امارت ماته توجه وکړي او دا غوښتنه کوم چې زما او زما د کورنۍ پوښتنه وکړي. زما ټوله کورنۍ شهیدان شول، خو زما ژوند ته باید توجه وشي.»
شمس الرحمن یو نیم کال وړاندې کوژده کړې، خو اوس مهال د واده کولو وس نه لري. دغه ځوان له سرپرست حکومت او سوداګرو غواړي چې د واده مصارف او ژوند جوړولو په برخه کې ورسره همکارۍ وکړي.
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شل کلن پوځي حضور پر مهال د ملکي مرګ ژوبلې د ګڼو ویرجنو پېښو د قربانیانو کورنۍ لاهم د عدالت په تمه دي، خو په دغه برخه کې د امریکا او نورو هېوادونو له لوري پرېکنده اقدامات نه دي شوي.