• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عزیزي: هڅه کوو له قزاقستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته پورته کړو

عزیزي: هڅه کوو له قزاقستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته پورته کړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/23

افغان- قزاق چارواکو د یوې ګډې جرګه ګۍ په اډانه کې د یوه دوه ورځني نندارتون پرانیستنې ترڅنګ د افغانستان او قزاقستان د چارواکو ترمنځ سوداګریز فورم ناسته هم ترسره کړه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وایي، سرپرست حکومت د اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې غواړي د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او په خبره يې، اوس د تېر پرتله له قزاقستان سره د سرپرست حکومت اړیکې پراخې شوې او ډاډ ورکوي چې په متوازنه توګه به ورسره سوداګري ۳ میليارد ډالرو ته ورسوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست  نورالدین عزیزي وايي: « افغانستان او قزاقستان له اوږدې مودې راهیسې په سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو برخو کې نېکې اړیکې لري. د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوه اړخیز خالص تجارت کچه د ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې ۳۲ سلنه لوړه شوې ده.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين احمدالله ذاهد وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د خپلې اقتصاد محوره پالیسۍ پر بنسټ هڅه کوي چې له خپلو ګاونډیانو، سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو سره دوستانه او اقتصادي اړیکې ولري.»      

په دې نندارتون کې له اېښودل شویو۴۰ غرفو ۸ افغان سوداګرو او ۳۲ هغه یې د قزاقستان سوداګرو ته ځانکړې شوې او په دې توګه د قزاقستان ۲۵ شرکتونو په دې نندارتون کې ګډون کړی و.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین چې په ورته وخت کې د دې هېواد د ملي اقتصاد وزیر هم دی، دا ډول نندارتونونه او ناستې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پياوړتيا په برخه کې مهمې بولي او په خبره یې، قزاقستان په مرکزي او سوېلي آسیا کې افغانستان ته د یوه مهم شریک په سترګه ګوري.

ژومانګارین په دې اړه وايي:« دا ډول ناستې د اقتصادي همکاریو په برخه کې مهم رول لري او د نویو روابطو، د تجربو شریکولو او د مشترکو نویو تجربو ترلاسه کولو او د دوامداره پانګونې په برخو کې مهمې دي. موږ په دې پوه شوي یو چې سوله ‌ییز او باثباته افغانستان د سیمې پر ګټه دی. د ۲۰۲۴زېږدیز کال پایلې ښیي چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ ارزښت له ۵۴۵ میلیونو ډالرو  لوړ و چې د وړم کال پرتله ۱۴.۳ سلنه کموالۍ ښیي. موږ به د سوداګرۍ لپاره دغه معیار په راتلونکي کې۳ میلیارد ډالرو ته ورسوو.»

بله خوا، په افغانستان کې د یوناما مشره روزا اوتنبایوا وایي، په افغانستان کې د اساسي پروژو د تطبيق په برخه کې د قزاقستان فعاله ونډه دا يقيني کوي چې د قزاقستان ولسمشر له لوري د سوداګرۍ ټاکل شوې کچه به له دې هم لوړه کړي.

هغه زیاتوي:« موږ د تورغونډۍ ـ هرات د اوسپنې پټلۍ، ټاپي پروژې او په هرات کې د قزاقستان له لوري د سوداګرۍ خونې فعالول ستایوو. دا ډول نوښتونه هغه ډاډ باوري کوي چې د قزاقستان ولسمشر له لوري د ټاکل شوې سوداګرۍ درې میلیارد ډالرو هدف لا باوري کړي. موږ د سوداګرۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو هڅې ستایوو. د افغانستان له سترو اقتصادي ستونزو یوه یې د ښځو پر کار بندیز دی. د افغانستان لاسي صنایع په تېره بيا د غاليو اوبدل او خیاطي ځانګړی ارزښت لري. د مرکزي آسیا بازارونه د افغاني کاليو د پلور لپاره تیار دي.»

د افغان – قزاق نندارتون یو شمېر ګډونوال بیا دا ډول نندارتونونه د دواړو هېوادونو تولیداتو ته د بازار موندنې په برخه کې مهم بولي او له سرپرست حکومت غواړي چې د سیمې او نړۍ له نورو هېوادونو سره هم دا ډول ګډو نندارتونونو ته زمینه برابره کړي.

د نندارتون ګډونوال محمد شعیب وايي: « دا ډول نندارتونونه زموږ صنعتي او تولیدي برخو ته ډېره ګټه رسوي؛ ځکه له نورو ملکونو څخه چې دلته خلک راځي، په دې پوهېږي چې دلته څه جوړېږي یا تولیدېږي.»

د نندارتون یو بل ګډونوال فهیم الله وايي: « زموږ پر وړاندې ځینې ستونزې خامخا شته، د مثال په توګه د برېښنا کموالی، د فني او مسلکي کارکوونکو نه شتوالی. موږ باید په هره برخه کې مسلکي کارکوونکي وروز، ترڅو بهرنیو مسلکي کارکوونکو ته اړتیا کمه شي.»

له دې سره، په دې مجمع کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او خصوصي سکټور ترمنځ د سوداګرۍ په موخه یو شمېر تړونونه هم لاسلیک شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی
اقتصاد

برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

مې 28, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه
اقتصاد

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي
اقتصاد

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025
فراه کې کروندګر د خټکیو او هندواڼو حاصلاتو پیکه بازار ته اندېښمن دي

فراه کې کروندګر د خټکیو او هندواڼو حاصلاتو پیکه بازار ته اندېښمن دي

جون 11, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist