• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نور الدین عزیزي له پاکستاني چارواکو سره د سوداګريزو اړېکو پراختيا په اړه خبرې کړې

نور الدین عزیزي له پاکستاني چارواکو سره د سوداګريزو اړېکو پراختيا په اړه خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/19

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نور الدین عزیزي پر مشرۍ د اسلامي امارت ۶۰ کسیزه  پلاوی پاکستان ته تللی او د دې هېواد له چارواکو سره يې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې.

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت  له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوې، سرپرست وزیر نورالدين عزيزي د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره کتلي او د سوداګرۍ او ترانزيټ په ګډون يې پر یو شمېر مهمو مسایلو بحث او خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې یوه برخه :« ‏په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، په پاکستان کې ميشت افغان مهاجرينو د باعزته ستنېدو، د سوداګرۍ پر ودې او د ترانزیټ بهیر د اسانتیاوو پر موضوعاتو خبرې وکړې.‏ د افغانستان پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا، د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره مهمه وبلله او د صادراتو او وارداتو په برخه کې یې د لازیاتو اسانتیاوو غوښتنه وکړه.»

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخو کې د شته ستونزو پر حل هم ټینګار شوی.

ورته وخت کې د اقتصادي  چارو شنونکي بیاد مذاکراتو له لارې له پاکستان سره د سوداګریزو اړېکو رغول او په دې برخه کې د شته ستونزو حل اړين ګام بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی نور الله عزیز وايي:« په افغانستان کې شرایط تر بل هر وخت ډېر ترینګلي دي، که هغه د مهاجرینو بېرته راتګ دی، که هغه په سیاسي برخه کې ځینې ستونزې دي له نړیوالو سره د اړیکو په برخه کې  او یا هم په اوسنیو شرایطو کې د بېکارۍ او مهاجرتونو لړۍ ده، دا ټول پر افغانستان باندې د فشار الې دي او د دې مدیریت کول له هېوادونو سره د ښو اړیکو پر بناء باندې یا هم له ګاونډیو سره په خبرو باندې تمرکز ډېر اساسي رول لوبوي.»

شنونکي وړاندیز کوي چې اسلام اباد او کابل دې د سوداګریزو  اړېکو پر وړاندې شته ننګونې د خبرو اترو له لارې دايمي حل کړي او داسې تګلاره دې عملي کړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړيکو د پراختيا لامل شي.

د يادونې  وړ ده چې پاکستان ډېری وخت د افغانستان د تازه  میېوو او سبزیجاتو د رسېدو پر مهال تورخم لار تړي چې له امله يې هر کال افغان پانګوالو ته ميليونه افغانۍ زيان اوړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی
اقتصاد

برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

مې 28, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه
اقتصاد

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي
اقتصاد

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist